د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د القاعدې یو "مهم غړی" نیول شوی- چارواکي


افغانستان دفاع وزارت وايي په وروستیو اونیو کې یې د وسله والو طالبانو پر خلاف شپني عملیات درې ځلې زیات کړي دي.
افغانستان دفاع وزارت وايي په وروستیو اونیو کې یې د وسله والو طالبانو پر خلاف شپني عملیات درې ځلې زیات کړي دي.

په کندهار کې ولایتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه ( لړم لومړۍ) د هلمند د خانشین په ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې د شبکې یو غړی نیولی دی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي امریکا غږ ته د دغو عملیاتو په اړه د معلوماتو پرمهال که څه هم د القاعدې د شبکې د دغه نیول شوي غړي د هویت په هکله جزئیات ورنکړل، خو ز یاته یې کړه، چې افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د القاعدې د شبکې د پټنځي څخه دیرش پاکستاني پیژندګلوۍ کارتونه او ځینې نور اسناد هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلي احمدي وویل " د القاعدې شبکې دا غړی د افغان ځانګړو ځواکونو لپاره مهم هدف و، چې له یوه بل کس سره یو ځای د خانشین په ولسوالۍ کې نیول شوی. دغه کس چې ډيرمهم دی په هلمند او جنوبي ولایتونو کې به د القاعدې شبکې د پلانونو په اړه مهم معلومات ورڅخه تر لاسه شي له دوی سره دېرش د هویت هغه کارتونه چې د ډیورنډ پولې یوې او بلې خواته به يې د نفوذي کسانو لپاره کارول هم نیول شوي".

هغه وویل، چې د دغو عملیاتو جزئیات به ژر له رسنیو سره شریک شي. تر دې مخکې د روانې میاشتې په پيل کې د ملي امنیت ریاست د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند د نیمې اوچې لپاره د القاعدې د شبکې د پاکستاني الاصله مشر عاصم عمر د وژل کیدو راپورونه ور کړي وو.

خو طالبانو د عاصم عمر وژل کیدل بیا رد کړل.

امنیتي مقامات ادعا کوي، چې په هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د غړو حضور له تیرو څو میاشتو راهیسې زیات شوی دی.

هلمند ولایت کې وسله وال طالبان پراخه حضور لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG