د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځانمرگه په کندهار کې ٥ ماشومان ووژل


چارواکي وايی چې ځان مرگه د ډنډ د اولسوالی دېوه ځايی چارواکی امان الله نازک کاروان په نښه کړی و

د افغانستان چارواکي وايی چې ېوه ځان مرگه دکندهار په ښار کې په یوه بم چونه کې له ځان سره پنځه ماشومان وژلی دي.

چارواکي وايی چې ځان مرگه د ډنډ د اولسوالی دېوه ځايی چارواکی امان الله نازک کاروان په نښه کړی و خو دهغه په ځای یې ملکیان له ځان سره په بم والوزول.

امان الله په دې چاودنه کې ندی زخمی شوی. دا برېد د دوشنبی په ورځ د کندهار په ښار کې وشو.

رپوټ وايي تراوسه پورې هېچا ددې پېښی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی.

د امرېکا اوناټو قوماندانانو خبرداری ورکړېدی چې په داسی حال کې چې نړیوالی اوافغان قواوی دهېودا په جنوب کې په دې لگیا دي چې دا سیمه له طالبانو نه پاکه کړي نو مرگ ژوبله به زیاته شي.

رپوټ وايی چې سرتېرو د افغانستان د حکومت په یوه بل چارواکي باندی ددوشنبی په ورځ دننگرهار په ولاېت کې حمله کړی وه.

افغان چارواکی وايی چې د افغانستان د جمهوررئېس حآمد کرزي معتبر سلاکار وحېدالله سباوون، موټر په جلال اباد ښار کې د بم په چاودنه ولگیده. وحېدالله سباوون او لږ تر لږه پنځه نور کسان په پیښه کې زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG