د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو د کاپیسا د علماو د شورا رئیس وژلی


تر اوسه د کاپیسا د ولایت د دیني عالمانو د شورا پر رئیس مولوي حنیف یار باندې د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.
تر اوسه د کاپیسا د ولایت د دیني عالمانو د شورا پر رئیس مولوي حنیف یار باندې د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

د کاپیسا ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو وسله والو نن د شنبې په سهار د دغه ولایت د علماو د شورا رئیس د هغه د یو ساتونکي سره په یو برید کې وژلی دی.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن سهار اوه نیمې بجې، ناپیژاندو وسله والو، مولوي ګل محمد حنیف یار او د هغه یو ساتونکی د دغه ولایت د دوهمې برخې د ولسوالۍ د خم روبا په کليکې په ډزو وژلي دي.

ښاغلي قادري وویل،کله چې مولوي حنیف یار غوښتل د خپل کور مخ ته پر موټړ کې سپور شي پرې وسله والو برید وکړ، چې روغتون ته په لاره یې د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د کاپیسا ولایتي چارواکي وایي د پیښې پلټنې یې پیل کړي، خو تراوسه څوک د دغه برید په تړاو نه دي نیول شوي.

پرمولوي ګل محمد حنیف یار باندې د برید دمخه د لوی اختر یوه ورځ وړاندې یو بل دیني عالم هم په دغه ولایت کې د ناپيژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی وو.

د کاپیسا ولایتي چارواکي وايي، په تیرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې پنځه دیني عالمان وژل شوي دي.

د ولایت د والي ویاند د دغو بریدونو تورونه په وسله والو طالبانو اچوي او وایي وسله وال طالبان دا بریدونه په افغانستان کې د مذهبي اختلاف د رامنځ ته کولو لپاره کوي.

خو تراوسه طالبانو د دغو دیني عالمانو د وژلو مسولیت نه دی اخیستی. همداشان کومې بلې ډلې هم د کاپیسا د دیني عالمانو د شورا په رئیس د برید مسولیت نه دی منلی.

په دې وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا په افغانستان کې پر دیني عالمانو باندې د ناپیژاندو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د سنبلې په میاشت کې د زابل ولایت د دیني عالمانو د شورا رئیس هم ناپیزاندو وسله والو وژلی وو.

XS
SM
MD
LG