د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې ځانمرګي ۵ فرانسوي عسکر ووژل


کاپیسا کې ځانمرګي ۵ فرانسوي عسکر ووژل
کاپیسا کې ځانمرګي ۵ فرانسوي عسکر ووژل

چارواکي وايي د فرانسی پنځه تنه عسکر نن د کاپیسا په ولایت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

دغه برید د چارشنبې په ورځ د تګاب په ولسوالۍ وشو. چادونه هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي ځان د ناټو عسکرو ته نږدې په بم والوزاوه. رپوټ وايی څلور تنه فرانسوی عسکر زخمي شویدي او لږ تر لږه یو ملکي افغان وژل شوی دی.

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي وویل چې هغه فرانسوي عسکر چې په ځانمرګي برید کې ووژل شول هغوی د جویبار په سیمه کې د یوې ځایي شوری د مجلس ساتنه کوله.

ښاغلي سرکوزي د کاپیسا د برید نه وروسته وویل چې فرانسه دا اراده لري چې په افغانستان کې د ناټو د ایتلاف د یوې برخې په توګه پاتې شي څو په افغانستان کې ثبات راولي.

د چارشنبې د مرګونو سره د فرانسې د هغو عسکرو شمېر چې په افغانستان کې وژل شویدي ۹۶ ته ورسېد.

تر دې یوه روځ مخکې د فرانسی جمهور رئیس افغانستان ته رسیدلی و او اعلان یې وکړ چې د ۲۰۱۲ م کال تر پای پورې به له افغانستان څخه زر تنه فرانسوي عسکر بیرته کور ته ستانه کړي. فرانسه په افغانستان کې ټول ټال ۴ زره عسکر لري.

فراه کې د ایټالوي عسکر وژل کیدل

د افغانستان په یوه بل خبر کې ویل شویدي چې د ایټالیې د دفاع وزارت ومنله چې د سه شنبې په ورځ د فراه په ولایت کې د سړک د غاړي په یوه چاودنه کې یو ایټالوي عسکر وژل شوی دی.

د چارشنبې په ورځ دوخته ناټو وویل چې د دوی دوه عسکر د هیواد په جنوب کې په مختلفو بریدونو کې ووژل شول.

دناټو یو خبر لیک وايي یو عسکر د بم په چاودنه کې او دویم د یاغیانو په برید کې ووژل شو.

رپوټ وايي چې په افغانستان کې مرګ ژوبله په دا اوس ورځو کې تر بل هروخت زیاته شوېده.

XS
SM
MD
LG