د پاکستان د لوی ښار کراچي اوسیدونکو د هغو 45 کسانو د جنازې مراسم ترسره کړل چې د یکشنبې په ورځ د یوه جومات نه بهر د یوه موټر بم په چاودنه کې وژل شوي وو. په چاودنه کې ۱۵۰ټپیان شوي هم وو. په زرګونو خلکو د دوشنبې په ورځ د جنازو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغه ښار کې چې خلک ددغو کسانو ویر کوي ښوونځي او دوکانونه تړل شویدي. دغه کسان د یکشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې خلک د اقلیت شیعه گانو په سیمه کې د ماښام د مانځه د اداکولو نه وروسته د جومات نه وتل او چاودنه پر وسوه. څو ودانیوو اور واخیستی اوخلک په نړیدلو ودانیو کې بند پاتې شول.
په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې. پرویز احمد ، د ملیشو صاحب منصب وایي چې په چاودنه کی کیمیاوي مواد استعمال شوي چې په لړ کې یې اور خپور شوی او تباهي یې راوستې ده.
تر اوسه هیچا د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو سني جگړه ماران چې د القاعدی سره اړیکې لري او همدا شان طالبان د پاکستان په شاوخوا کې په خاص ډول په کراچۍ کی په شیعه گانو باندی دغسې حملې کوي.
د پاکستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون د رپوټ له قراره تیرکال په کراچۍ کې لږ تر لږه دوه زره ، دوه سوه څلور اتیا کسه په فرقه یې ، او سیاسي ناکراریو کې وژل شوي دي.