د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې د الوتکې رالوېدو کې د مړو شمیر ١٢


کراچۍ کې د الوتکې رالوېدو کې د مړو شمیر ١٢
کراچۍ کې د الوتکې رالوېدو کې د مړو شمیر ١٢

پاکستاني چارواکي وایی چی د کراچۍ په ښار کی نن سهار وختي یوه ترانسپورتي الوتکه په مځکه لویدلی ده، لږ تر لږه ١٢ کسه پکی مړه شوي دي.

چارواکي وایی روسي ساخت الوتکه نن د پرواز لږ شیبه وروسته په کراچۍ کی د اوسیدو په یوه سیمه کی لویدلی او له امله یی څو تعمیرونو اور اخیستئ دئ.

پولیس وایی چی ټوله اته کسه عمله چی روسان وو په دی پیښه کی مړه شوي دي.

چارواکي زیاتوی چی د مځکی په سر هم څو کسان په دی پیښه کی مړه شوی دی او اټکل کیږی چی د مړیو شمیر زیات شي.

د هوایُی چلند چارواکي وایی چی دی الوتکی د سودان پایتخت خرتوم ته د بشری مرستو مالونه انتقالول.

محلي چارواکي وایی چی دغه الوتکه د سمندری پوځونو د صاحب منصبانو د اوسیدو په یوه کور باندی ولویده ، خو دا چی د غه تعمیر تر ترمیم لاندی و او گمان کیږی چی څوک پکی دننه نه وو.

د هوایُی چلند چارواکي وایی چی د دی الوتکی پیلوټ د کراچۍ دهوایُی ډگر د کنټرول برج ته د الوتکی د کومی ستونزی راپور نه و ورکړئ.

د دی میاشتی په پیل کی هم په کراچۍ کی د یوی وړی الوتکی په لویدو کی ٢١ تنه مړه شوي وو. هغه الوتکه هم د پرواز لږ شیبه وروسته په مځکه لویدلی وه.

XS
SM
MD
LG