د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رییس کرزی وايي ښوونکي بهر ته استوي


جمهور رییس کرزی وايي ښوونکي بهر ته استوي
جمهور رییس کرزی وايي ښوونکي بهر ته استوي

سږ کال شل زره ښوونکو د افغانستان د دارلمعلمینو يا د ښو‪و‬نکو د روزنی د موسسو نه د فراغت سندونه واخیستل .

جمهور رییس کرزی وایی د هیواد د بچیانو د تعلیم لپآره هرکال د دولت له بودیجې نه ۵ ملیونه دالره ځانګړی کیږی او ملت دی ته هڅوی چی د علم لاره خپله کړی.

د معارف وزیر وایی اوس هم زیات شمیر ښونکو ته اړتیا لری چی د هیواد ۸/۳ ملیونه زده کونکو ته علم ورزده کړی

ښاغلی کرزی چی د ښونکو د فراغت پّه جشن کی خوشحاله ښکاریدو وایی هڅه به کوی چی د هیواد تکړه ښونکی د لا لوړو تحصیلاتو لپاره بهرنیو هیوادونو ته ولیږی .

ښاغلي کرزي ژمنه وکړه که چیرې سږ کال دا پیسې په سمه توګه ولګول شي نو راتلونکی کال به دا شمیره دوه برابر ه کوي.

څه د پآسه یوه اونی دمخه د افغانستان د تعلیمی کال د لومړی ورځی د پرانستو پرمهال د طالبانو پخوانی چارواکی د مکتب زنګ وکړنګاوه او په دی توګه یی دا جوته کړه چی دوی د تعلیم سره دښمنی نه لری که څه هم چی د هیواد په ګوټ ګوټ کې د سلګونو مکتبونو د تړل کیدو او د لسګونو نورو د سوځیدو پړه پر وسله والو طالبانو اچول کیږي.

له دی سره سره جمهور رییس کرزي پرون د فراغت په دغه محفل کې د طالبانو له خوا د یوې اعلامیې خپریدل را یاد کړل چی پکی ویل شوی دی وروسته له دی به هیڅ یو طالب د مکتب د سوځونی او تعلیم سره د دښمنی سبب نه ګرخی ولسمشر وایی که څه هم چی پر دی اعلامیی زیات باوری ندی خو هیله لری چی دا خبره رښتیا وي.

کرزي طالبانو ته په خطاب کی وویل د افغانستان له معارف سره به ددوی دښمنی ددی ښکارندوی وي چی دوی نه غواړی بهرنیان له افغانستان نه ووځی او هیواد کی د بهرنیانو پاته کیدل به د وطن د وروسته پآته کیدو سبب شي.

ښاغلي کرزي په همدې ترڅ کې د افغانستان د معارف د لس کلنی ودی نه خوشحالی څرګنده کړه او وې ویل حالاتو ته په پاملرنی سره د معارف وده ډیره ښه ده او دا د افغان ملت د تعلیم سره د شوق او پوهنی د پاللو ښکارندویی کوی او له خلکو یی وغوښتل چی خپلی لوڼې دې ښوونځو ته پریږدي ځکه دا د ملت د ودی لپاره ډیره ارزښتناکه خبره ده

د افغانستان د معارف وزیر فاروق وردک وایی په ّهیواد کی د معارف د ودی په هدف یی د ګړندیو زده کړو سیستم جوړ کړی تر څو هغه نجونی چی د حالاتو د خرابیدو له وجی یی تحصیل پاته وو وکړای شی په کمی مودی کی تحصیلی اسناد لاس ته راوړي.

هغه څه چی زیاتره د تعلیم د وروسته والی لاملونه ګڼل کیدل دا په افغانستان کی د مسلکی ښونکو نه شتون وو چی د معارف وزیر په وینا نن سبا د مسلکی ښوونکو شمیر ۷۶۰۰۰ تنو ته رسیږي.

سږ کال د افغانستان ۸/۳ ملیونه ماشومان او ځوانان زده کړه کوي چې ددوی د روزنې او زده کړې لپاره ۲۷۳۰۰۰ تنه ښونکو ته اړتیا شته حال دا چی سږ کال د افغانستان د ښونکو شمیره ۱۹۰ زرو تنو ته رسیږی اولا هم ۴۷۰۰۰ نورو ښونکو ته اړتیا شته خو د معارف وزارت وايي د پیسو د نه شتون له وجی هر کال دغه وزارت کولای شی یوازی لس زره ښونکی په کار وګماري.

د ۱۳۸۱ کاله را په دیخوا په افغانستان کی یوازې ۴ دارالمعلمینه موجود وو.

اوس مهال د افغانستان په هر ولایت کی لږ تر لږه یو دارالمعلمین شته او د ولسوالیو په ګډون ۴۲ د معلمانو د روزنی موسسی په ټول افغاتنستان کې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG