د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: نړۍ دې د افغان ملي شخصیتونو ساتنه کې مرسته وکړي


کرزی: نړۍ دې د افغان ملي شخصیتونو ساتنه کې مرسته وکړي
کرزی: نړۍ دې د افغان ملي شخصیتونو ساتنه کې مرسته وکړي

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر یوه خپره شوې اعلامیه وايي جمهور رئیس کرزي د نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د جهادي مشرانو او ملي شخصیتونو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

جمهور رئیس کرزي نن په ارګ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جیمز ماتیس سره خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې ښاغلي کرزي د سولې د عالي شورا د رئیس برهان الدین رباني وژنه د هغه زنځیري وژنو کړۍ وبلله چې وايي د هیواد د ملي او مخورو شخصیتونو په وړاندې له څو مودی راهیسې پیل شوې ده.

همدا شان د ارګ یوه بله خپره شوې اعلامیه وايي جمهور رئیس حامد کرزي نن د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د دفاع وزیر په مشرئ یو جګپوړی پلاوی ټاکلی ترڅو د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژنې په اړه تحقیقات وکړي.

پدې غونډه کې د ملي امنیت سرپرست رئیس وویل د پیښې په اړه یو څه څیړنې ترسره شوي او د قتل په اړه د نیول شوو کسانو نه داسې اطلاعات لاسته راغلي چې اصلي علتونو ته یې نژدی کیږي.

XS
SM
MD
LG