د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د جوبایډن د خبرو هرکلی کړی دی


کرزي د جوبایډن د خبرو هرکلی کړی دی
کرزي د جوبایډن د خبرو هرکلی کړی دی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چي دی د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایډن د هغي تبصرې هرکلی کوي چي ویلي یې دي د افغانستان طالبان د امریکا دښمنان نه دي.

بایډن د امریکا د نیوز ویک د مجلې سره د ډیسیمبر په ١٩ مه په یوې مرکه کې ویلي و چي ولسمشر براک اوباما د امریکا د پالیسیو په توضیح کولو کي هیڅکله دا نه دي ویلي چي طالبان « زموږ دښمنان دي ».

د امریکا د ولسمشر مرستیال وویل چي طالبانو پرته له دې چي د القاعدې د حملو مخه ونیسي، نور امریکا ته کوم گواښ او خطر نه دی متوجه کړی.

ښاغلي کرزي نن د شنبې په ورځ په کابل کي په یوه وینا کي وویل چې د افغانستان خلک ډیر خوشحاله دي چې امریکا دا اعلان کوي چي طالبان د دوي دښمنان نه دي. هغه وویل چي داسي یو پیغام به د سولي او ثبات سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر د دې اونۍ په سر کي ویلي و چي د ده حکومت به په قطر کې د طالبانو د یوه ارتباطی دفتر د پرانیستلو سره موافقه وکړي چي له دې لاري د هغوي سره د سولي خبري بیا پیل شي، خو په دې شرط چي ددې خبرو مشرتابه د افغانانو په لاس وي.

د امریکا د چارواکو له قوله ویل شوي دي چي امریکا د طالبانو سره د سولې د موافقې کولو د پاره چمتو ده او په دې موافقه کې به احتمالا د گوانتانامو د زندان نه د طالبانو د بندیانو خوشي کیدل هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG