د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: پاکستان ته په ټوپک ځواب نه ورکوو


کرزی: پاکستان ته په ټوپک ځواب نه ورکوو
کرزی: پاکستان ته په ټوپک ځواب نه ورکوو

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان پر سرحدي ولایتونو د پاکستاني توپونو او توغندو د راتلو د ځواب نه ویلو لامل یې انساني عاطفه ده او وايي له پاکستاني چارواکو سره غږیدلی دی.

همدا رنګه د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون وایي پاکستان باید د طالبانو په اړوند رغنده تصمیم ونیسي ځکه دا هیواد په خپله هم د طالبانو د بریدونو ښکار دی.

کامرون چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو لیدو ته ورغلی، له دې هیواد سره داوږد مهاله اقتصادي او کلتوري اړیکو په لرلو ټینګار کوي.

نږدې یوه میاشت کیږي چې د افغانستان په سرحدي ولایاتو کې ملکي وګړي د پاکستاني توپونو او توغندو تر بمبار لاندې دي. ښځې نارینه، واړه زاړه ددې بریدونو نه په امان کې نه دي.

افغان پارلمان دې بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیران ورغوښتي وو او دوی ته یې د ورته ځواب ورکولو سپارښتنه کړې ده.

له بلې خوا د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو خبره هم کړې ده.

خو افغان ولسمشر چی په کابل کې یې د بریتانیې د صدراعظم دیوید کامرون سره په خبري ناسته کې خبری کولې ووویل، پاکستان ته د ورته ځواب د ورکولو پلوی نه دی ځکه نه غواړي د سرحد پورې غاړې عام وګړي بې وجې ووژني.

ښاغلی کرزی وايي له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره یې پدې اړه خبرې کړي دي او وایي، دا یې ورته په زغرده ویلي چې ددې بریدونو دې لاس په سر شي.

د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو افغان پارلمان ته په خپل ځواب کې ویلي وو دوی ورته ځواب ته تیاری لري خو تر څو د برید په اړه د ولسمشر هوکړه تر لاسه نه کړي ددوی لاسونه تړلي دي.

ولسمشر ژمن دی چې د پاکستاني چارواکو سره به دا ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کوي.

افغانستان سره پر اوږدمهاله اړیکو ټینګار

د بریتانیې لومړی وزیر ډیویډ کامرون وایي هیواد به یې له افغانستان سره د ۲۰۱۵ وروسته هم اوږد مهاله اقتصادي او فرهنګي اړیکې ولري او دا هیواد به نه هیروي.

کامرون وویل: که موږ افغانستان هیر کړو دا په دی مانا ده چی موږ ستونزه خپلو هیوادونو ته را دننه کړی ده. مخدره توکي، مهاجرتونه او په لسګونو نورې ستونزې زمونږ له خوا د افغانستان د هیرولو زیږنده دي نو دا ځل به د افغانستان سره خپلې اړیکې او مرستې پیاوړې او دوامداره ساتو.

XS
SM
MD
LG