د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی اروپا ته ورسید


ولسمشر کرزی اروپا ته ورسید
ولسمشر کرزی اروپا ته ورسید

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی اروپا ته په سفر رسېدلې دی. دښاغلي کرزي ددغه سفر موخه دا ده چې د فرانسې، برېتانېې او اېټالېې سره دافغانستان د اوږدې مودې اړېکې پېاوړې شي.

ښاغلي حامد کرزې د خپل سفر په لومړي پړاو کې پرون په روم کې د اېټالېې د ولسمشر ناپولېټانو سره وکتل او د افغانستان دامنېتي وضعې په اړه ېې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د اېټالېې دعسکرو دقربانیو ډېره ستاینه وکړه او وېې وېل چې هغوي په افغانستان کې د سولې په تامینولو کې ډېره مرسته کړې ده. ولسمشر ناپولیټانو ورته ډاډ ورکړ چې اېټالیه به د پخوا په شان دافغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزې به نن د اېټالېې د لومړي وزیر ماریو مونټې سره هم وگوري او دامنېت، اقتصاد، مخدره موادو سره دمبارزې او بشري مرستو په هکله به ورسره څو موافقې لاس لیک کړي.

ولسمشر کرزی سبا د جمعې په ورځ فرانسې ته سفرکوي او د ولسمشر نېکولا سارکوزي سره به په پارېس کې وگوري او بیا به د برېتانېې د لومړي وزیر ډېوېډ کېمېرون سره د ملاقات لپاره لندن ته ولاړ شي.

اروپا ته د روانیدو مخکې ښاغلي کرزي د ترکمنستان د جمهور رېس قربانگولي بردې محمدوف سره د ترکمنباشي په ښار کې ملاقات وکړ. دواړو د تیلو د طبیعي گاز د هغه پایپ لاین په اړه خبر ې وکړې چې ټاکل شوې د افغانستان د خاورې نه به تیر شي او هم ېې ورسره د اورگاړي په وسیله د دواړو هیوادونو د نښلولو په هکله خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG