د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی نور طالبانو ته 'وروڼه' نه وايي


ښاغلی کرزی وايي هر څوک چې افغانان وژني تروریستان دي
ښاغلی کرزی وايي هر څوک چې افغانان وژني تروریستان دي

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي نور طالبانو ته وروڼه نه وايي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي چې د خپل حکومت پر مهال یې وسله‌والو طالبانو ته په وار وار د ورور خطاب کړی، په بلخ کې د دغې ډلې له خوا د افغان سرتیرو له وژل کیدو وروسته طالبان تروریستان وبلل.

ښاغلي کرزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان په افغانستان کې د پردیو موخو د عملي کولو لپاره جنګیږي او زیاته یې کړه، چې د دغې ډلې جګړې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل "دغه پیښه چې اوړمه ورځ هغوی (طالبانو) رامنځ ته کړه، زه ورته نور دا (د ورور) خطاب نشم کولی، زه هغوی د هغې ډلې په حیث چې افغانستان ته زیان رسوي هغوی ته خطاب کوم، چې دا زیان و نه رسوي. هر څوک چې افغان وژني د بهرنیو موخو لپاره یې وژني، هغوی تروریست دي، که هغه طالب وي، که داعش وي او که بل هرڅوک، تروریست معنی لري، تروریست هغه کس دی، چې د سیاسي موخو لپاره خلک وژني، که دوی (طالبان) د سیاسي موخو لپاره خلک وژني دا په ښکاره تروریستي عمل دی".

بلخ کې د جمعې په ورځ پر شاهین قول اردو باندې د لسو وسل‌ه والو طالب بریدګرو په برید کې چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، لسګونه افغان پوځیان ووژل او ژوبل کړل.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت په دغه برید کې د وژل شویو سرتیرو کره شمیره نه ده ښودلې، خو ښاغلي کرزي ولسمشر وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۴۰ افغان سرتیري او صاحب‌منصبان وژل شوي دي.

ښاغلي کرزي طالبانو ته په خطاب وویل "غږ درباندې کوم طالبانو! د پردیو لپاره له افغانستان سره ظلم بند کړئ، هر ډز چې کوئ، هر انسان چې راشهیدوئ، د خارجیانو د برنامو زمینه سازي په کې کیږي، هغه کوئ، د هر پردي لپاره چې وي، که دا د پاکستان لپاره کیږي او که دا د امریکې لپاره کیږي".

د افغانستان مخکني ولسمشر پر افغان ولس هم غږ وکړ، چې په خپل هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره راپورته شي. نوموړي وویل، چې له اوسني وضعیت څخه د افغانستان د خلاصون لپاره به په نږدې ورځو کې د یوې ملي بلنې لارې او د سپینږیرو، قومي مشرانو او سیاستوالو په مشورې خپلې هڅې پیل کړي.

سره له دې چې وسله‌ وال طالبان له تېرو شاوخوا ۱۶ کلونو راهیسې د افغانستان د دولت په خلاف جنګیږي، خو پخواني ولسمشر کرزي تل دغې ډلې ته د ورور خطاب کړی او دغه ډله یې سولې ته رابللې ده.

خو طالب مشرانو تل حامد کرزي او د افغانستان د دولت نورو مشرانو ته د بهرنیانو د لاس‌پوڅو خطاب کړی او د سولې د خبرو پر ځای یې وسله‌والې جګړې ته ترجیح ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG