د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د لوګر پېښې د کابل او واشنګټن تړون په خطر کې واچوی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلی دي چې د امریکا متحده ایالاتو د خپل سرو عملیاتو په لړ کې چې ۱۸ ملکیان په کښي وژل شوي دي، د دواړو هیوادونو ترمنځ لاس لیک شوی ستراتيژیک تړون د خطر سره مخامخ کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو په یوه ځانمرګه برید کې د فرانسې لږ تر لږه ۴ عسکر وژل شوي دي.

د شنبې د ورځې برید او د ملکيانو د وژنې پرسر جنجال په افغانستان کې د نړیوالو د ماموریت مغلقتیا په ډاګه کوي. دا په داسي حال کې ده چې د ناټو په مشري ایتلاف اوس هم هڅه کوي چې د خپلو قواوو نقش د محاربوي نقش نه د سلا مشورې او ښوونې او روزنې په نقش بدل کړي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د ناټو اکثریت قواووې د افغانستان څخه ووځي خو دغه وتل دومره آسانه نښکاري په داسي حال کې چې اوس د دوبي فصل پیل شوی او په دې فصل کې معمولا په افغانستان کې جګړه زور اخلي.

فرانسه د مخه لا په پام کې لري چې د روان کال تر پایه پوري خپلې اکثره قواووې د افغانستان څخه وباسي او په یوې ورځ کې د څلور عسکرو وژل کېدل به دغه لړۍ ښایي نوره هم چټکه کړي.

خو امریکا د افغانستان څخه د وتلو دپاره یو منظم عبوري پلان په لاره اچولی دی چې په لړ کې یې د شپې د خوا د عملیاتو مسله، د بندیخانو مسله او د افغانستان سره د ستراتیژیک تعهد مسله حل و فصل کېږي. خو د چارشنبې هوايي برید چې په کښي ملکي کسان ووژل شول دا یې په ډاګه کړه چې حقایق څومره په چټکۍ سره دغه توافقات د اصلي مسیر نه ایستلی شي.

د چارشنبې د ورځې پېښه د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه. د ناټو پر قواوو باندي په داسي حال کې چې هغوي د طالبانو په یوه قومانداني پسي وو چې په یو کور کې ګیر پاته وو، برید وشو، ناټو ځوابي برید وکړ او وروسته یې د هوايي بمبارۍ غوښتنه وکړه. وروسته دا په ډاګه شوه چې د یاغیانو ترڅنګ ملکي وګړي چې په کښي ماشومان، ښځې او سپین ږېري شامل وو او د یوه واده دپار راغونډ شوي وو، وژل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل چې ولسمشر کرزي د څارونکو سره د لیدو کاتو وروسته داسي نتیجه ګیري وکړه چې ناټو د افغان ځواکونو د مشورې پرته د هوايي بمبارۍ غوښتنه کړې ده او په دې سره یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاس لیک شوي تړون د مادو نه سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG