د لاس رسي وړ اتصالات

پر انټرکانټیننټل د طالبانو برید کې ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان وژل شوي


له دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې هم د کابل په انټرکانټینینټل هوټل باندې برید شوی وو
ط
له دې وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې هم د کابل په انټرکانټینینټل هوټل باندې برید شوی وو ط

په کابل کې د انټرکانټیننټل په هوټل باندې برید ۱۲ ساعته وروسته ختم شو. په برید کې ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان وژل شوي‌ دي. طالبان وايي‌ دوی کړی دی.

د اسوشیټډ پرس د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې دا ارقام ورکړي دي، لا معلوم نه دي چې دا بهرنیان څوک دي، خو د کام ایر هوايي شرکت وايي چې په برید کې د دوې شاوخوا ۱۰ پیلوټان او انجینران وژل شوي دي. وايي دا پیلوټان د وینزویلا او اوکراین دي.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، چې تیره شپه د کابل ښار پر انټرکانټیننټل هوټل باندې د دغې ډلې پنځو غړو برید کړی او درنه مر‌ګ‌ژوبله یې اړولې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا ترسره شوی دی. دغه وزارت په بیان کې ویلي "د استخباراتي موندنو پر بنسټ، دغه برید د حقاني تروریستي شبکې له خوا، چې پناه‌ځایونه یې له افغانستان څخه بهر دي، طرح او تنظیم کړی دی".

مخکې وزارت ویلي وو چې په دغه برید کې د یوې بهرنۍ په ګډون شپږ تنه وژل شوي، اوه تنه ټپیان شوي او د ۴۱ بهرنیانو په ګډون ۱۶۰ تنه ژغورل شوي دي.

په وژل شویو کې یې د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان او د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان یو دیپلومات عبدالله وحید پویان هم شامل دي. وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

خو د کام ایر هوايي شرکت وايي، چې په یاد برید کې د دغه شرکت له لسو څخه نیولې تر یولس کارکوونکي وژل شوي دي.

په وژل شوو کې دوه وینزویلايي او یو شمیر اوکرایني اتباع هم شامل دي.

د کام ایر شرکت مرستیال وحید پیکار امریکا غږ آشنا ته وویل، اکثره وژل شوي کسان د دغه شرکت پيلوټان او انجینران دي.

هغه زیاته کړه، شاوخوا شل تنه د دغه شرکت کارکونکي چې ژغورل شوي دي، تر اوسه دفتر ته نه دي ورغلي.

د ښاغلي پیکار پر وینا، د دغه شرکت کارکوونکو ته د اوښتې مر‌ګ‌ژوبلې له امله د کام ایر یو شمیر پروازونه هم ځنډول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دغه برید کې حکومتي کارکوونکو او بهرنیو اتباعو ته، د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د برید غندنه

افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د دغه برید په اړه د جدي پلټنو امر کړی دی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ولسمشر غني دغه برید په سختو ټکو غندلی او د بریدګرو پر ضد یې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې.

د ارګ په بیان کې راغلي "د تروریستي بریدونو پېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري".

اجرائیه ریاست په یو جلا بیان کې دغه برید 'بشري ضد جنایت' بللی او ویلي یې دي، تروریستي ډلې او ملاتړي یې په بې‌ساري ډول د نړیوالو فشارونو لاندې راغلي او د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره د غچ اخیستلو هڅه کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله ویلي، چې دغه ډلې او ملاتړي هیوادونه به یې د خپلو جنایتونو حساب ورکړي.

هغه له امنیتي ارګانونو څخه غوښتي، چې هوټل ته د بریدګرو د دننه کیدو د څرنګوالي په اړه هراړخیزې پلټنې وکړي او نتیجه یې له ولس سره شریکه کړي.

مخکیني معلومات

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د امریکا غږ ته وویل چې څلور وسله وال بریدگر د کانټنیټل هوټل ته ننوتي دي.

د ښاغلي دانش په وینا بریدگر شاوخوا د شپې نهه بجې هوټل ته ننوتي دي. هغه وویل چې د افغانستان ځانگړي ځواکونه سیمې ته ورغلي او عملیات یې پیل کړي دي.

ښاغلي دانش دا هم وویل چې د هوټل څلورم پوړ اور اخیستی دی. تر اوسه د مرگ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په دې ترڅ د کورنیو چارو مرستیال ویاند نصرت رحیمي هم د امریکا غږ ته وویل چې بریدگر په څلورم او پنځم پوړونو کې دي او افغان ځواکونو د هوټل لومړی پوړ تصفیه کړی دی.

یو عیني شاهد د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې وسله والو دننه په هوټل کې ځیني کسان یرغمل نیولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یو مامور په وینا ویلي چې "څلور بریدگر دننه هوټل ته ننوتي" او د هغه په وینا پر میلمنو باندې یې ډزې کړي دي.

د هوټل یو میلمه د ای اف پي اژانس ته ویلي چې ډزې اوریدلي دي "زه نه پوهیږم چې بریدگر به دننه په هوټل کې وي او که نه، خو زه لومړي پوړ ته نژدې ډزې اورم".

دغه میلمه دا هم ویلي چې "مونږ په خپلو خونو کې دننه پټ یو او له امنیتي قواو هیله لرو چې مونږ ژر وژغوري".

په کابل کې د امریکا سفارت د پنجشبنې په ورځ امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې "سخت دریزه وسله وال په هوټلنو د برید پلان لري."

د کابل په انټرکانټینینټل هوټل باندې وروستی ځل په ٢٠١١ کې برید شوی و چې په ځان وژونکو بریدونو کې ٢١ تنه وژل شوي وو چې ١١ یې ملکیان وو.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG