د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سترې محکمې پر نوماند د جسني ځورونې تور


 قاضي بریټ کاونا د سپتمبر په شپږمه د سنا په قضائیه کمېټی کې ددرېمی ورځې لپاره سترې محکمې ته دتصدیقولو په اسماعیه غونډه کې خبرو ته ا نتظار کوی. کپېټل هېل، واشنگټن، ٢٠١٨ کال
قاضي بریټ کاونا د سپتمبر په شپږمه د سنا په قضائیه کمېټی کې ددرېمی ورځې لپاره سترې محکمې ته دتصدیقولو په اسماعیه غونډه کې خبرو ته ا نتظار کوی. کپېټل هېل، واشنگټن، ٢٠١٨ کال

کرستین بلازی فورد؛ هغه ښځه ده چې دیرش کاله وروسته ېې پر قاضی کاونا باندې چی د امریکا سترې محکمی ته نومول شویدی د جنسی ځورونی تور لگولی دی.

د امریکاسترې محکمې ته نوماند قاضي بریټ کاونا باندې د جنسي ځورونې تور لگول شویدی.

د کرستین بلازی فورد مدافع وکیله وایي په عام محضر کې له استماعیه غونډې نه مخکې دی، د امریکا فېدرالي پولیس (اف بي آې) ددې تور پلټنه وکړي.

د کرستین بلازي فورد مدافع وکیلې د سنا قضایي کمېټی ته یو لیک استول دی او په هغه کې وايیچې میرمن فورد غواړي اول ایف بي آی دې د دغو تورونو په اړه پلټنې وکړي. ترهغې وروسته به قضآییه کمیټه تر استماعیه غونډې او پریکړې نه مخکې ددې تور په تړاو بشپړ معلومات ولري.

مدافعی وکیلې دا هم لیکلي دي چې له هغې ورځې راهیسې چې میرمن فورد په قاضي برېټ کاونا باندې د جنسي ځورونې تورونه لگولي هغې او کورنۍ ته یې د مرگ گواښونه شوي دي او کورنې یې اوس بل ځای ته انتقال شوې ده.

بریټ کاونا د میرمن فورد له خوا د جنسي ځورونې تورونه رد کړي دي. هغه پرون سې شنبې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره سپنیې مانۍ ته تللی و خو دا ځل یې د ولسمشر سره ملاقات ونشو. ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې لپاره په خپل انتخاب ټینگار کوي، خو هغه ډیر په غوسه ښکاري چې دموکراتانو ولي د دغې ښځې د تورونو موضوع تر وروستۍ شېبې پورې پټه ساتلې وه.

ولسمشر ټرمپ د مخه لا د اف بي اې له خوا د کاونا د سابقې د پلټنې مفکوره رد کړې ده. که دا پلټنې وشي د هغه د تائیدي رایگیري به د امریکا تر منځمهاله انتخاباتو وروسته وخت پورې وځنډیږي.

ولسمشر ټرمپ تیره شپه په یو ټویټ کې لیکلي چې امریکا د سترې محکمه په اړه د هغه موقف یو له هغو سترو لاملونو څخه و چې د جمهور رئیس په توگه انتخاب شو او جمهوري غوښتونکي رای اچونکې دې د دموکراتو دې لوبې ته متوجه وي.

ځېني جمهوري غوښتونکي سناتوران هڅه کوي چې کاونا د نوامبر د منځمهاله انتخاباتو نه مخکې د سترې محکمې د قاضي په توگه تائید کړي ځکه په سنا کې د دوې کنترول له خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG