د لاس رسي وړ اتصالات

د سترې محکمې لپاره د ټرمپ کاندید سختو پوښتنو سره مخ شو


د امریکا سترې محکمې ته کاندید بریټ کاونا
د امریکا سترې محکمې ته کاندید بریټ کاونا

د امریکا د متحده ایالاتونو د سترې محکمې لپاره د جمهور رئیس ترمپ کاندید بریټ کاونا نن د خپلو کاري پلانونو او نظریاتو له امله د سناتورانو له سختو پوښتنو سره مخ شو.

کاونا یو محافظه کاره قاضي دی چې مجلس ته معرفي شوی دی څو د امریکا د سترې محکمې قضايي شورا ته د تلو لپاره د تائید رایه ترلاسه کړي.

د کاونا د تائید غونډه پرون پیل شوه. امریکايي سناتورانو له کاونا څخه د جنینو د سقط، د جمهور رئیس د واک او د همجنسبازانو د حقونو په اړه پوښتنې وکړې.

د امریکا د متحده ایالاتونو د سترې محکمې لپاره د جمهور رئیس ټرمپ د کاندید بریټ کاوانا د تائید د لومړۍ ورځې غونډه له اعتراضونو ، کډوډیو او ګوندي اختلافاتو سره پر مخ ولاړه. خو جمهوري غوښتونکو سناتورانو هڅه وکړه چې جسله پر مخ ولاړه شي.

کاونا دویم قاضي دی چې جمهور رئیس ټرمپ سترې محکمې ته معرفي کړی دی. دده په ټاکل کیدو سره به په ستره محکمه کې محافظه کاران د لسیزو لپاره واک ته ورسیږي. خو دیموکراتانو هوډ کړی چې ددې کار مخه ونیسي او پرې نږدي چې قضا په بشپړه توگه د محافظه کاره شي.

که څه هم دیموکرات سناتوران د کاونا له ټاکل کیدو سره مخالف دي خو د کافي رایو د نه درلودو له امله نشي کولای د هغه مخه ونیسي، خو دوی هڅه کوي چې د هغه د ټاکل کیدو بهیر وځنډوي.

دیموکراتان وايي حکومت د کاونا په اړه سلگونه زره اسناد پټ کړي دي چې د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د ادارې پرمهال هغه ته منصوب دي.

دیموکراتان وايي د کاونا له ګمارل کیدو سره ممکن د میرمنو او د همجنسبازانو حقونه تهدید شي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې سره په اړه د ډونالډ ټرمپ د نږدې کسانو د همکارۍ د احتمال په اړه څیړنې روانې دي خو دیموکراتان ځکه اندیښنه لري چې د کاونا په ټاکل کیدو سره به ټرمپ په ستره محکمه کې نږدې ملګری پیدا کړي.

خو جمهوري غوښتونکي سناتوران کاونا یو بې طرفه کس بولي او وايي چې هغه په قضا کې ښه تجربه لري.

XS
SM
MD
LG