د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند غور کیږي


جان کېري او بان کي مون په بیت المقدس کې
جان کېري او بان کي مون په بیت المقدس کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن اسراییل ته په رسیدو د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې پیل کړې. ټاکل شوې ده چې هغه به د فلسطین د خودمختارې ادارې مشر محمود عباس سره په رام الله کې خبرې وکړي.

د اسراییلو د هوایي بمبارد په شپارلسمه ورځ په غزه کې درې تنه فلسطینیان ووژل شول. د اسراییلو او فلسطین تر منتځ جگړې کې چې دوه اونۍ مخکې پیل شوې تر اوسه په سلگونه خلک وژل شوې او ټپیان شوي دي او دیپلوماتان هڅه کوي چې د دواړو غاړو تر منځ اوربند رامنځ ته شي.

د اسراییلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د خپلو دوو نورو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړ. په دې توگه د عملیاتو د پیل نه را پدیخوا د اسراییلو د تلفاتو شمیر ٢٩ تنو او د فلسطینیانو د وژل شویو شمیر ٦٠٠ ورسید. په غزه کې وژل شوي خلک اکثره ملکي کسان دي چې یو څلورمه برخه یې ماشومان دي.

د غزې اوسیدونکي وایي اسراییلي ځواکونه د خلکو د استوگنې سیمې په نښه کوي.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې اوسیدونکي د اسراییلو د چهار شنبې د هوایی برېد له امله په ویجاړو شوېو ودانېو کې د خپل کور سامانونه لټوي. ویل کیږي چې دا کور د ځایي اوسیدونکی خالد ابو هلال و. د ښار په بله برخه کې یو بانک ویشتل شوی او د النجر روغتون د چارواکو په وینا څلور کسه د تانک په گولېو ویشتل شوي او وژل شوي.

نړیوالې هڅې

په همدغه حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د ملگرو ملتو عمومي منشي بانک کې مون د دې ناورین د ختمو په موخه بیت المقدس ته تللي چې د چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کې مون د چهار شنبې په ورځ وویل چې د فلسطینانو او اسراییلو تر منځ د اوربند د راوستلو دپاره باید نور وخت ضایع نشي.

ښاغلي بان کي مون وویل "تشدد باید فوراً ودرول شي او د خبرو اترو له لارې ستونزو ته د حل لاره پیدا شي. پکارده د ددې ستونزې داصلی عواملو چاره وشی چې له وخته بحث پرې شوی.زه فکر کوم چې نور وخت باېد ضایع نشي. زه د اسراییلو سره چې دراکتونو ډزې پرې کیږي او د فلسطینانو سره چې پراخ هوایي بریدونه پرې کیږي خواخوږي لرم."

بان کې مون دا څرگندونې په بیت المقدس کې د اسراییل د جمهور رئیس شمیون پریس سره په گډ خبري کنفرانس کې وکړې.

ښاغلي پریس خپل د هیواد اقدام نه دفاع وکړه او وویل چې هر هیواد مکلف دی چې د بریدونو په وړاندې له ځانه حفاظت وکړي.

په بیت المقدس کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې د اسراییل جمهور رئیس په قطر باندې نیوکه وکړه او وې ویل " قطر دا حق نلري چې د تیلو پیسې د راکتونواو تونلونو د جوړولو او د خلکو د وژولو ملاتړ دپاره ولیږي. په ډیر درناوی باید ووایم چې دا د قطر کار ندی. که هغوي غواړي د غزې په جوړولو کې مرسته وکړئ ښه ده ، خو که هغوی غواړئ غزه د مرگ مرکز وگرځوي، نو خپلې مرستې دې بندې کړي."

په ملگرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور په داسې حال کې چې د غزې د قربانیانو انځورونه ېې لاس کې نیولي وو د ملگرو ملتو د امنیت شورا نه وغوښتل چې بریدونه وغندي.

"د فلسطین سفیر وویل دا زمونږ د قربانیانو بشري اړخونه دي او دا د هغو کړاونو یو څو مثالونه دي او د وژل شویو اکثریت ماشومان دي. مونږه یوازې شمیرې یا نمبرونه نه یو مونږ انسانان یو."

په ملگرو ملتو کې د اسراییلو سفیر دیوید روت څرگنده کړه چې هیواد ېې د غز په وژنو کې گرم ندی. د اسراییل سفیر وویل "د فلسطینیانو تلفات په داسې حال کې د حماس د پریکړې مستقیمه نتیجه ده چې اسراییل ته راکتونه او ترهگر لیږي او خپل ملکیان د دغو تش په نامه مشرانو او ترهگرو د خوندي توپ دپاره سپر کوي"

په غزه کې جنگي جنایت

د ملګروملتونو د بشري حقونو د برخې مشره ناوې پیلي د چهار شنبې په ورځ وویل، اسراییل په غزې کې د حماس په وړاندې د خپلو عملیاتو په دوام سره ښایې جنګي جنایت ترسره کړي وي.

ناوي پیلي نن په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه بیړنۍ غونډه کې د خبرو پرمهال د اسراییلو له لوري په غزې کې د کورونو ورانول او د ماشومانو وژنه وغندل.

د جان کري د نن چهارشنبې ماموریت د هغو خنډونو له منځه وړل دي چې دواړه غاړې یې له یوبل سره لري، او هغه هڅه کوي چې د دواړو اړخونو له خوا اوربند ومنل شي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د مصر په نوښت کیدای شي یو اوربند رامنځ ته شي.

اسراییلو تیره اونۍ ویلي وو اوربند به ومني خو حماس دا وړاندیز رد کړی دی. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسراییل د حماس د راکتونو په وړاندې د خپل ځانه دفاع کولو پرته بله لاره نلري.

XS
SM
MD
LG