د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري وایي د داعش په ماتیدو باور لري


د بهرنیو چارو وزیر جان کیری په متحده عربی اماراتو کې د این بی سی تلویزیون سره په خبرو کی وویل " ستراتیژی جوړه شویده او امریکا چې په اسلامی دولت باندی د هوایی ببماریو د ائتلافي ځواکونو مشري کوي، دغه هڅي زیاتوي."

جان کیري همدغه راز وویل " کومو تروریستانو چې په فرانسې، لبنان او مصر کي یې حملی کړیدی، همغوی په عراق او سوریې کیې جنگیږی، نو توقع یې داده چې ائیتلاف په دغو دوه هیوادونو کې په راتلونکو ورځو کې حملې زیاتې کړي.

جان کیري د سفر په اول پړاو کې په ابو ظبي کې د ولیعهد، شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره گوري، او بیا اسرایل ته ځي.

متحده عربی امارات، په هغو هیوادونو کې شامل دی چې په سوریه کې د سیاسي حل د راوستو دپاره یې تازه هڅې پیل کړیدي. په سوریه کې د دوه زره یوولسم کال د مارچ د میاشتې راهیسې دوه نیم لک نه زیات خلک وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG