د لاس رسي وړ اتصالات

کېري مینځني ختیځ ته د سوله په موخه تللی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري بیت المقدس ته تللی دی. هغه به هڅه وکړي چې د منځني ختیځ د سولې په اړه د خبرواترو د بیرته پیلولو لپاره لاره هواره کړي.

په راتلونکو څو ورځو کې به ښاغلی کېري د اسرائیلي او فلسطیني چارواکو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په داسې وخت کې بیت المقدس ته تللی دی چې د منځني ختیځ د سولې د پروسې د بیرته پیلیدو په سر اختلافات حل شوي نه دي. اوس هم اسرائیلي او فلسطیني چارواکي په خپلو دریځونو باندې کلک ولاړ دي.

د یهودیانو لپاره په لویدیځه غاړه کې د نویو کورونو جوړول او د اسراییلو لخوا د لویدیځې غاړې د فلسطیني برخې د امنیتي چارو سپارل یا نه سپارل، هغه موضوعات دي چې د سولې د پروسې د بیرته پیلیدو په لارې کې یې خنډ اچولی دی.

د اسراییلو د کورنیو چارو وزیر ګیدون سار د یو پارلماني هییت په مشرۍ چې د اسراییلو حکومتي چارواکي هم ورسره وو، د پنجشنبې په ورځ د اردن په درې کې د اسراییلي ناقلینو لپاره د نویو کورونو د جوړولو د یوې پروژې د بنسټ ډبره کښیښوده. نوموړي وویل چې د اردن ستراتیژیکه دره چې د اردون د هیواد سره پوله لري باید چې د تل لپاره د اسراییلو برخه وي. هغه وویل: «که چیري موږ، د اردن د درې په اړه په خپل دریځ باندې و نه دریږو نو زموږ دولت به خپل ستراتیژیک عمق له لاسه ورکړي.»

د اسراییلو د کورنیو چارو وزیر دا هم زیاته کړه چې که چیري د یهودیانو لپاره په دغه سیمې کې کورونه جوړ نه شي نو دا به په دې مانا وي چې هلته به اسراییلي پوځ هم حضور و نه لري، هلته به امنیت هم نه وي او د هغه په وینا هلته به یوازې تروریزم وي.

دواړه اړخونه په خپل دریځ ولاړ دي

د درېیو کلنو ځند نه وروسته پنځه میاشتې مخکې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ خبرې پیل شوي. خو اوس هم دواړه اړخونه په یو شمیر مسایلو باندې په خپلو دریځونو ټینګ ولاړ دي.

په هغو مسایلو کې چې اختلافات ورباندې شته یو یې د فلسطیني دولت سرحدات دي او بل یې خپلو کورونو ته د فلسطیني مهاجرینو د بیرته ستنیدلو حق دی.
د اوردن د درې په سر بحث تود دی دا ځکه چې د راپورونو په اساس خبرې په دې روانې دي چې اسراییلي ځواکونه دي د لویدځي غاړې د هغه سیمو نه ووځي چې اوس یې تر کنټرول لاندې دي.

د فلسطیني ادارې مشر، محمود عباس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مخي ته په یوه لاریون کې برخه اخیستې وه. په خپلو خبرو کې هغه وویل چې په اصل کې فلسطینیان هغه خلګ دي چې امنیت ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې په تیره بیا فلسطینیان د اسراییلي ناقلینو د بریدونه نه د خلاصون په موخه امنیت ته ضرورت لري. ښاغلي عباس داسي وویل: «موږ دا واضح کړې ده چې په هغه خاورې باندې چې په راتلونکي کې به د فلسطیني دولت برخه وي، د اسراییلي پوځ هیڅ ډول حضور نه منو. موږ د فلسطین ملي حاکمیت ته ژمن یوو، د فلسطین په ټوله [خاورې، که هغه] مځکه وې، اوبه وي، هوايي حریم وي، یا سرحداتو او بندرونو وي.»

ښاغلي عباس وویل چې فلسطینیان غواړی چې د سولې د تړون د لاسلیکیدو نه ورسته، د امنیت د تضمین لپاره ، نړیوال [په خاورې باندې] حضور ولري. خو اسراییلو بیا دغه وړاندیز رد کړی دی.
د سوریې کورنۍ جګړه او د ایران اټومي پروګرام به هم په هغو موضوعات کې شامل وي چې د ښاغلي کېري د سفر په ترڅ کې به ورباندې خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG