د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: هیڅوک د باندنیو چارو وزارت تر کیري ښه مخکي نشي بیولای


د آمریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ د آمریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر سناتور جان کیري د امریکا د راتلونکي باندنیو چارو د وزیر په توګه وټاکی. هغه ته به د مقام د ترلاسه کولو لپاره د سنا له خوا د اعتماد رایه ورکول کېږي.

سناتور کیري په هغه لیست کې وو چې د باندنیو چارو د وزارت لپاره پرې غور کیدی خو داسي برېښېده چې په ملګرو ملتونو کې د آمریکا اوسنۍ سفیره سوزن رایس به د کلینټن ځای ونیسي اما داسي ونشول. ځکه یو شمیر جمهوري غوښتونکو د هغې د بنغازي د پېښې په هکله د څرګندونو سره مخالفت درلودی او هغه یې د هیواد د ستر ډیپلومات مقام دپاره غوره نګڼله. کله چې هغې خپل نوم د ملاحظې د لست نه وایستی نو د اعلان نه مخکي هم اکثره په دې باور وو چې سناتور کیري د امریکا راتلونکی د باندنیو چارو وزیر دی .

جان کیري د ولسمشر اوباما د راتلونکې کابینې لومړنی نوی کس دی چې معرفي کېږي.
د ښاغلي کیري د معرفي کولو په موده ولسمشر اوباما د هغه د استعداد ستاینه وکړه او وویل چې هیڅوک د هغه نه ښه تجربه نلري چې د باندنیو چارو وزیر شي. ،،په داسې حال کې چې مونږ د یوې لسیزې جګړې پاڼه اړوو کیري په دې پوهېږي چې مونږ ته په کار ده چې د امریکا د قدرت ټول ابعاد سره یوځای کړو او دا یقیني کړو چې ټول یوځای کار کوي.،،

نړیوالې چارې او د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه د جان کیري لپاره کومه نوې خبره نه ده. ټاکل شوې چې هغه د هیلري کلینټن وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر شي. دغه ډیموکرات سناتور په سنا کې د مسیچیوسیټس ایالت استاځیتوب کوي او د سنا د باندنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه یې د جګړې سیمو ته سفرونه کړي دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مشرانو سره په تماس کې پاته شوی دی.

سناتور کیري په کال ۱۹۴۳ کال کې پیدا شوی دی او د کینیډي د ولسمشرۍ په وخت کې ځوان کس وو چې د هغه نه یې ډیر الهامونه اخیستي دي.

ښاغلی کیري داسي وايي:،، کله چې زه په ښوونځۍ کې وم نو ولسمشر کینیدي زمونږ پر نسل باندي غږ وکړ چې د هیواد خدمت وکړو. هماغه زمونږ دپاره د یوه اوږده مزل پیل وو چې د مدني حقوقو دپاره، د رای ورکونې د حقوقو دپاره، د چاپریال دپاره، د ښځو لپاره او د سولې دپاره مبازه وکړو. مونږ په دې باور وو چې مونږ کولای شو چې نړۍ ته تغییر ورکړو او ورمو هم کړی.،،

کله چې جان کیري د یل د پوهنتون څخه فارغ شو نو د ویټنام په جګړه کې یې برخه واخیسته او هلته ورته پنځه محاربوي مډالونه ورکړل شول. آمریکا ته د راستنیدو سره سم یې د ویټنام شخړه وغندله. ،،مړي، پر ملکیانو بریدونه او ویجاړ شوي کلي وو.،،
د جګړې پرضد شعارونه او چپي سیاسي دریځ یې هغه و خپلو سیاسي آرمانونو ته ونه رسوی . نوموړي لس کال وروسته د مسچیوسیټس ایالت څخه د مشرانو جرګې ته ځان کاندید کړی او انتخابات یې وګټل.
که څه هم سناتور کیري د شهرت په برخه کې هر وخت د مسیچیوسیټس د بل سناتور ایډوارډ کینیډي له خوا تل منزوي کیدی ځکه هغه د ولسمشر کینیدي ورور و خو کیري هم د ولسمشر ریګن په وخت کې د ایران په مسله او وروسته د ویټنام په جګړه کې د آمریکايي ورکو عسکرو په مسله، د اټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي او د اقلیم د بدلون د موضوګانو په مطرح کولو سره ځان ته شهرت ترلاسه کړ.

په ۲۰۰۴ کال کې سناتور جان کیري د امریکا د ولسمشرۍ دپاره ځان کاندید کړ او د ډیموکرات ګوند له خوا د نوماندۍ لپاره هم تایید شو. هغه خپل د کمپاین په وخت داسي وویل: ،،زه د خپل هیواد د قدرت په عظمت پوهېږم. زه د خپل هیواد د معنوي ارزښتونو په قدر پوهېږم. مونږ ته په کار ده چې د امریکا نه یو ځل بیا یو داسي هیواد جوړ کړو چې د نړۍ خلګ زمونږ نه د ویرې پرځای الهام واخلي .،،

کیري ددغه کال انتخابات ونه ګټل او په سنا کې پاته شو. په کال ۲۰۰۹ کې یې د باندنیو چارو د وزارت لپاره د میرمن هیلري کلینټن ملاتړ وکړ چې د ولسمشر اوباما په کابینې کې شامله شي. ،،هیلري کلینټن د هغو مغلقو مسایلو په رابطه چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یوو، لیاقت او استعدا څرګند کړی دی.،،

د سیاسي چارو کارپوه ټومس من وايي چې کیري د دې لپاره وړ کس دی چې د امریکا تر ټولو جګ ډيپلومات شي. ،،سناتور کیري روښ فکر او مجرب کس دی. زه فکر کوم چې هغه به یو موثره ډیپلومات او حکومت لپاره به د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې یو مهم غړی وي.،،

داسي نه ښکاري چې د ښاغلي کیري په وړاندې دي په سنا کې څوک ودریږي او د هغه د منظورۍ مخه دي ونیسي. جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکېن خو لا دمخه هغه ته د باندنیو چارو د وزیر خطاب کړی دی او ویلي یې دي چې هغه به یقیننا د اعتماد رای ترلاسه کوي. ولسمشر اوباما ښاغلی کیري په داسي حال کې سنا ته معرفي کوي چې په ولسي جرګه کې لا تراوسه پورې د مالیاتو پر لایحې باندي ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي سره سلا شوي نه دي. که چیري د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پوري کومه موافقه حاصله نشي نو ۵۰۰ میلیارده ډالره به پر آمریکایانو باندي د مالیاتو په لوړوالي او د حکومتي لګښتونو په جبري کمولو کې حکومت ته ور ټولې شي چې د اقتصادي چارو د کارپوهانو په آند دا کار کولای شي د امریکا اقتصاد د رکوت سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG