د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس د ولسمشر په اړه د تحقیقاتو د محرمو غونډو متنونه خپاره کړي


ولسمشر ترمپ وایي اوکراین ته د امریکا پخوانۍ سفیره مري ایوانوویچ ډیره نه پیژني.
ولسمشر ترمپ وایي اوکراین ته د امریکا پخوانۍ سفیره مري ایوانوویچ ډیره نه پیژني.

د امریکا د استازو د مجلس کمېټې اوکراین ته د امریکا د پخوانۍ سفیرې مري یوانوویچ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو پخواني سلاکار مایکل مکنینلي د استماعیه غونډو متنونه خپاره کړي.

د کانگرس د دموکراټانو دریو کمېټو چې د ولسمشر ترمپ د مواخذې تحقیقات ترسره کوي په یوې گډې اعلامیې کې ویلي؛ مهمه ده چې عام امریکایان په حقایقو خبر شي او هغه اسناد او شواهد پخپله وگوري چې ډموکراټانو د تحقیقاتو په لړ کې راټول کړي دي.

اوکراین ته د امریکا د پخوانۍ سفیرې مري ایوانویچ چې د استماعیه غونډې متن یې خپور شوی ویلي چې اوکرایني چارواکو ورته خبرداری ورکړی و چې د ترمپ مدافع وکیل رودي جولایاني او د ولسمشر نور ملګري د یوه کار پلان لري چې پکې دې ته زیان رسول هم شامل دي. سفیرې ایوانویچ ویلي د ولسمشر ترمپ له خوا یې د تهدید احساس کړی.

په پام کې ده چې د سې شنبې په ورځ (نوامبر ٥) اوکراین ته د امریکا د پخواني ځانگړي استازي کرت ولکر او د اروپایي اتحادیې د سفیر گوردن سوندلند د استماعیه غونډو متونونه خپاره شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په تحقیقاتو کې ځان له هغو چارواکو لرې ساتي چې د کانگرس د کمېټو استماعیه غونډو کې خبرې کړي دي. ډانلډ ترمپ رسنۍ او د دموکرات گونډ غړي د هغه د مواخذې د تحقیقاتو په جاري ساتلو گرم بللي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۴) په کینتکي ایالت کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل "که ډموکراټان واک ته ورسیږي امریکا به داسې اقتصادي رکود سره مخ شي چې چا یې تصور يي نه کړئ."

په ورته وخت کې پرون دوشنبې د سپینې ماڼۍ څلورو چارواکو او سلاکارانو د محکمې د امر برسیره د کانگرس په استماعیه غونډې کې د برخه اخیستو ډډه وکړله.

د کانگرس د استخباراتو د کمیتې مشر ادم شیف چې د دې تحقیقاتو مشري کوي وایي دا ډول د استماعیه غونډو څخه ډډه کول به د دوئ د کار مخه ونه نیسي.

جمهوري غوښتونکي ټینگار کوي چې د هغه افشاگر نوم علني شي د ولسمشر ترمپ او د اوکراین د ولسمشر ترمنځ تیلفوني جنجالي مکالمه یې افشا کړې ده.

د افشاگر قضایی ډلې اوس وړاندیز کړی چې په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکو پوښتنو ته به په مستقیم ډول کتبي ځواب ورکوي.

د افشاگر وکیل ډیر تاکید کړی چې د افشاگر نوم ښکاره نشي ځکه هغه ته د مرگ گواښ شوی.


د ولسمشر ترمپ د مواخذې په تحقیقاتو کې یو مهم کس، اوکرایني الاصله امریکایي سوداگر لیو پرناس د کانگرس استماعیه غونډې کې د خبرو لپاره چمتوالی ښودلی.

پرناس د ولسمشر ترمپ شخصي مدافع وکیل رودي جولایاني ته چې هڅه یې کوله د ولسمشر سیاسي رقیب جوبایدن شخصیت ته تاوان ورسوي، نږدې کس بلل کیږي.

پرناس تیره میاشت د کانگرس دریو کمېتو کې په استماعیه غونډو کې د برخه اخیستو ډډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG