د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد جرمني چارواکو سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له جرمني چارواکو سره یې پر افغان سوله رغنده خبرې کړي دي.

ښاغلی خلیلزاد چې د تېرې مې میاشتې پر ۳۱مه یې د افغان سولې په اړه اوم سفر پیل کړی وړمه ورځ پر افغان سولې د بحث لپاره د جرمني مرکز برلین ته رسېدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد نن چهارشنبه د «غبرګولې پر ۱۵مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې له جرمني چارواکو سره یې تر بن کنفرانس وروسته پر لاسته راوړنو او په افغانستان کې تلپاتي سولې ته د رسېدو پر لارو چارو له جرمني چارواکو سره دوه ورځنۍ خبرې کړي دي.

هغه ویلي، چې دغه خبرې یې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هیکیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس او د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکوس پوتزیل سره‌ کړي دي.

هغه ویلي:" المان همدارنګه د افغان سولې په اړه د امریکا ـ اروپا د دوهمې غونډې کوربه و، د سولې بهیر په اړه د معلوماتو تر شریکولو وروسته، موږ د اوسلو د راتلونکې غونډې او د المان او قطر په کوربتوب راتلونکې بین الافغاني خبرې وڅېړلې، زموږ تمرکز پر بین الافغاني خبرو و چې د یوې سیاسي نقشې حل لارې ته ورسېږي او دا چې د ژر تر سره کولو لپاره یې څوک څه کولای شي او کوم کار کولای شي وې."

زلمي خلیلزاد پر داسې مهال له جرمني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي، چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتزیل تېره میاشت له افغان ولسمشر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل او د سولې پر بهیر یې ورسره خبرې وکړې.

جرمني تر دې مخکې هم د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ په اړه ډاډ ورکړی و.

ښاغلی خلیلزاد تېره یکشنبه لومړی پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې.

یوې سرچینې چې دغه خبرې له نژدې څارلي امریکا غږ ته وویل، چې خلیلزاد له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې طالبان د دریځ نرمولو ته چمتو کړي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتزیل هم پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د برلین غونډې ګډونوالو د «بین الافغاني» خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.

دا په دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل په برلین کې د لیدنې پرمهال د بین الافغاني خبرو څخه ملاتړ اعلان کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې بین الافغاني خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو کلیدي ګام کېدای شي.

XS
SM
MD
LG