د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د حنا رباني کهر په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر ته غبرګونونه


کابل ته د یوه پاکستاني پلاوي سفر چې مشري یې ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت نایب وزیرې حنا رباني کهر کوله، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو په حواله، د مېرمن کهر په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) له طالب چارواکو سره په امنیتي مسایلو او د دواړو هېوادونو تر منځ په تګ راتګ او سوداګرۍ خبرې وکړې.

په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې له مولوي امیرخان متقي سره حنا رباني کهر د روغبړ عکس او د کابل په هوايي ډګر کې له الوتکې د مېرمن کهر د کښته کېدو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره شریکه شوې او دې انځورونو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام جلب کړی دی.

د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاروي وايي، کابل ته د یوې ښځې په مشرئ د پلاوي په لېږلو کې پاکستان هدف لري.

مېرمن غفاري امریکا غږ ته وویل: "پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی په افغانستان کې د ښځو د کار، تعلیم او ټولنیزو حقونو ملاتړ کوي."

دا وايي، باوري ده چې د مېرمن کهر په مشرۍ پلاوي "د پاکستان د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ګټو پرته، د ښځو د حقونو په اړه طالب مشرانو ته بل هیڅ پیغام ندی راوړی."

د طالبانو پلویانو بیا د مېرمن کهر په مشرۍ له پلاوي سره د طالب مشرانو لیدنې کتنې یوه سیاسي اړتیا بللې ده.

د افغان میرمنو شبکې حنا رباني کهر ته په یو پرانیستي لیک کې لیکلي، "د یو اسلامي هېواد د وزیرې په توګه چې د افغانستان په ګاونډ کې یاست او له طالبانو سره د پاکستان پخوانیو او اوسنیو اړیکو ته په کتو د یوې دقیقې لپاره فکر وکړه چې د افغانستان میرمنې چیرته دي؟"

د افغانستان د مدني ټولنې غړې، پلوشې حسن وویل: "طالبان باید دا وګوري چې ښځې په سیاسي ډګر کې د مسلمانو هیوادونو څخه هماغومره نمایندګي کولای شي څومره چې افغانه ښځه حق لري چې په دغو ټولو ملي،‌ مدني او سیاسي مسایلو کې حق ولري. په تاسف سره په افغانستان کې د ښځو دا حقونه سلب شوې دي."

په یوې ویډیو کې لیدل کیږي چې میرمن کهر عینکې په سترګو،‌ نازک ټیکری یې پر سر له الوتکې راکښته کیږي او د طالبانو د حکومت له استازو سره لاس په سینه روغبړ کوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو استدلال کړی چې د مېرمن کهر سره د طالبانو د مشرانو د لیدنو کتنو له ویډیوګانو ښکاري چې طالبان د مېرمنو پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.

په اسلام اباد کې پخواني افغان دیپلومات، احمد سعیدي وویل: "حنا رباني کهر چې له الوتکې راکښته شوه، هڅه یې دا وه چې ټیکری یې پر سر نه وي، ترڅو نړۍ ته وښيي چې پاکستان یو آزاد او دیموکرات هېواد دی. یوه ښځه یې وزیره ده او کولای شي لوڅ سر کابل ته ولاړه شي."

ښاغلی سعیدي زیاته کړه، له دې لارې پاکستان نړۍ ته ښيي چې "له ښځو سره د زور زیاتي کوم چلند چې په کابل کې روان دی، د پاکستان سیاست نه بلکه د افغان طالبانو کار او باور دی."

خو د پاکستاني ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو میرمن کهر ستایلې چې د دوی په وینا له ډېرو سخت دریځو طالبانو سره یې په خپل طرز کې کتلي دي.

تېر کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اکثریت نجونې او مېرمنې له کار او تعلیم څخه منع شوي، او دې کار د نړۍ او عامو افغانانو غوسه راپارولې ده. خو طالبانو تل ویلي چې ټولو ته به د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG