د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د امیر سپر د کلي زلزله ځپلي د مرستو په تمه دي


د خوست د سپیرې په ولسوالۍ کې د امیر سپر د کلي د اکثره اوسېدونکو کورونه د تیرې اونۍ په زلزله کې ویجاړ شوي دي. ددغه کلي خلک اوس په خیمو کې ژوند کوي او وايي لا تر اوسه د مرستو په تمه ناست دي.

که څه هم د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې د تیرې اونۍ د زلزلې له قربانیانو سره د داخلي او نړیوالو مرستندویه موسسو او ځینو هېوادونو مرستې رسیدلي دي، خو زلزله ځپلي کورنۍ وايي د خپلو ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې دپاره نورو مرستو ته اړتیا لري.

زلزلې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا او خوست ولایتونو په لرې پرتو بې وزله غرنیو سیمو کې د خلکو خټین کورونه نړولي دي او د ډیرو د کورنۍ غړي پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، په پکتیکا او خوست کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه ړنګ شویدي.

په زلزله کې د امیر سپر د کلي د اوسېدونکي، توار خان کور هم نړېدلی دی.

توار خان وايي: "ټول کورونه ویجاړ شوي دي. خلک ډیر مشکلات لري. موږ مرستې ته ضرورت لرو. ځکه چې زموږ کورونه ویجاړ شوي او په دغو ویجاړو شویو کورونو کې نشو اوسېدای. خلک مرستو ته اړتیا لري. موږ خیمې نلرو. د اوسېدو ځای نلرو".

چارواکي او د خیریه موسسو کارکونکي وايي خرابې لارې او د امکاناتو کموالی د مرستو رسولو په لاره کې خنډ دی.

ډیر شمیر زلزله ځپلې کورنۍ تمه لري چې د ساړه ژمي له رارسېدو مخکې ورسره د سرپناه په بیرته رغولو کې مرسته وشي.

د میر سپر د کلي بل اوسېدونکی، حاجي منان وايي: "اوس په خیمو کې هم ژوند کولای شو، خو ژمی راروان دی ، هوا ډېره سړیږي. تاسې زموږ کورونه وینئ چې په څه حال دي. موږ له نړیوالې ټولنې د مرستې هیله کوو چې له دغه مشکل څخه مو وباسي".

د ټپیانو درملنه

د زلزلې له سیمو اوس هم د خوست ښار ته ټپیان چې ډیر شمیر یې ښځې اوماشومان دي، د درملنې لپاره راوړل کیږي.

د خوست د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې د سپیرې په ولسوالۍ کې ۳۶ کسه مړه، ۱۳۰۰ زخمیان او ۱۵۰۰ کورونو ته زیان رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمیرو له مخې په دې زلزله کې ۷۷۰ تنه وژل شوي خو خبرداری ورکړل شوی چې دغه شمېره ښايي لوړه شي.

خوست د ولایتي روغتون رئیس، ډاکټر سید انور یوسفزی وايي: "د روغتیا په برخې کې ډیرې موسسې او رضاکاران په سیمه کې د سطحي ټپیانو درملنه کوي. زموږ سیار ټیمونه هم په سیمه کې شته. خو شدید زخمیان دې روغتون ته راوړل کیږي".

دغې زلزلې د افغانستان د خلکو ستونزې چې تیرکال له دغه هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د اوږدې مودې نړیوالو مرستو د سملاسي بندیدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، نورې هم زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG