د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست ولایت کې طالبانو قومي مشران وژلي


په خوست ولایت کې طالبانو قومي مشران وژلي
په خوست ولایت کې طالبانو قومي مشران وژلي

په خوست ولايت کې وسله والو طالبانو پر قومي مشرانو بريد کړی او پنځه مشران يې وژلي دي

د خوست چارواکي د پېښې د تاييد تر څنګ وايي، چې دا کار د دولت وسله والو مخالفينو کړی دی. ياده شوې پېښه د خوست مرکز ختيځ ته په څو کيلومترۍ کې د مهدېخېلو په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې د سيمې پنځه تنه قومي سپين ږيري او مشران وژل شوي دي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي اشنا راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه د مرکز اړوند د مهديخېلو په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله ياد شوي قومي مشران خپل کلي ته په موټر کې پر لاره وو، چې د د يو شمېر وسله والو کسانو تر بريد لاندې راغلل.

والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې په پېښّ کې څلور قومي مشران ځای پرځای ووژل شو او پنځم قومي مشر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

که څه هم تر اوسه د دغې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه ندی اخيستی، خو داسې ويل کېږي، چې دغو قومي مشرانو څه موده وړاندې له افغان حکومت څخه ملاتړ اعلان کړی و او ژمنه يې کړې وه، چې د دوی په سيمو کې به ورانکارو ته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په تېر يو کال کې په جنوب ختيځ زون کې ګڼ شمېر پښتانه قومي سپين ږيري او مشران نامعلومو وسله والو کسانو په دې تور، چې ګني له افغان حکومت سره يې همکاري درلوده ويشتلي او وژلي دي.

د خوست والي د يادې شوې پېښې د غندلو تر څنګ وويل، چې تر اوسه د يادې شوې پېښې عاملين ندي نيول شوي، خو په سيمه کې امنيتي ځواکونو پلټڼې پيل کړي دي.

بل لور ته د خوست ولايتي شورا هم ياده شوې پېښه وغندله او دايې د پښتنو قومي مشرانو د له منځه وړلو د لړۍ يوه برخه وبلله او په همدې اساس له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دې لړۍ د پای ته رسولو لپاره دې د حل لارې چارې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې قومي سپين ږيري او مشران له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د مخورو کسانو د وژنې عاملين دې ونيسي او سخته جزا دې ورته وکړي او دغه راز دې د نورو قومي مشرانو د ژوند د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

XS
SM
MD
LG