د لاس رسي وړ اتصالات

کنړ کې ولسي مشران تښتول شوي


کنړ کې ولسي مشران تښتول شوي
کنړ کې ولسي مشران تښتول شوي

د دولت وسله والومخالفينوله څه باندې يوې اونۍ راهيسې تر شلو زيات ولسي مشران د کونړ په ولايت کې تښتولي دي.

له دغه ولايته يوه تن چې له نوم ښودلو او غږ خپرولو يې ډډه کوله امريکا غږ اشنا راډيوته وويل له تېرو نهه ورځور اهيسې يو شمېر ولسي مشران د کونړولايت د مرورې سرحدي ولسوالۍ نه تښتول شويږ ددغه تن په وينا، دوی دجرګې په پلمه ورغوښتل شوي وو خو بېرته نه وو راپرېښودل شوي او غره ته يې خېژولي دي.

د سيمې اوسېدونکي او چارواکي وايې چې دا مهال د سيمې د پراختيايي شورا له خوا هڅې پيل شوي چې دغه کسان ژر تر ژره راخوشې او خپلو کورونو ته راستانه شي.

که څه هم د سيمې خلک ددغو کسانو د تښتولو علت نه ښيي خو وسله وال طالبان وايي چې دغه کسان د دوی له خوا ځکه تښتول شوي چې د دوی اولادونه په ملي پوليسو او پوځ کې کار کوي.

وسله وال طالبان وايي چې دغو مشران ته يو ځل مخکې خبردارى ورکړل شوى و چې خپل اولاد له ملي اردو او پوليسو وباسي خو ددوی په وينا، دوی پرې غور ونکړ نو ځکه يې وتښتول.

ددغه ولايت امنيه قوماندان ضيايي بيا وايي چې د سيمې قومي د مشرانو يوه جرګه تېره ورځ وسله والو مخالفينو ته ورغله دغو مشرانو په بېرته راتګ کې شپږ کسان له ځانه سره راوستل. دى وايي، دى هيله من دى چې پاتې نور کسان به ژرترژره د مخالفينو نه راخوشې شي.

ده دا په ډاګه نه کړه چې وسله والو مخالفينو دغه کسان ولې تښتولي وو او بېرته يې په کوم شرط يا فشار راخوښې کړل که څنګه؟

ضيايي ددې او دې ته ورته پوښتنو په باب دم ګړی معلومات ورنه کړل. د دولت وسله والو مخالفينو لا تردې دمه ددغو کسانو د راخوشې کولو په باب څه نه دي ويلي. دغه راخوشې شوي کسان هم لا تر دې دمه د مطبوعاتو پر مخ نه دي راڅرګند شوي.

کنړ کې ولسي مشران تښتول شوي
کنړ کې ولسي مشران تښتول شوي

له شاوخوا يوه کال راپه دېخوا دا لومړى ځل دى چې وسله وال د سيمې ولسي مشران د کونړ له ولايته تښتوي. تر دې وړاندې هم يو شمېر ولسي مشران په دې تور چې د دوی خپل خپلوان په دولت او يا له بهرنيانو سره کار کوي کېنول شوي وو او وروسته د قومي مشرانو له خوا په جرګه راخوشې شوي وو او يو شمېر نور يې ووژل شول او څه هم لادرکه شول.

له بل پلوه دوه تنه وسله وال د دولت له ليکو سره يو ځاى شول. دغه کسان چې دوه ميله زړه وسله ورسره وه دجلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي مخې ته ودرول شول. هغه ورسره نور چارواکي د مطبوعاتو پر مخ راڅرګندشول.

والي ګل آغا شېرزي وويل، دغه کسان په خپله خوښه ددولت ليکو ته رااوښتي.

بل لور ته پوليس وايي چې دوه تنه یې د سره رود په ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو پر مهال نيولي دي چې له دواړو کسانو سره وسله هم نيول شوې ده. پوليس وايي دغو کسانو له مخالفينو سره لاس لاره.

XS
SM
MD
LG