د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د روژې لومړۍ ورځ


په کندوز کې د روژې لومړۍ ورځ
په کندوز کې د روژې لومړۍ ورځ

د روژې اوله ورځ ده، ګرمي هم ډیره ده نو همدا لامل دی چې د کندوز په ښار کې د پخوا په څیر د خلکو ګڼه ګوڼه نشته ځکه د روژې په لومړیو ورځو کې خلک د تندې له ویرې له ګرځیدو ډډه کوي.

خو مازیګر مهال هر څوک غواړي د روژه ماتي لپاره سودا واخلي، په دغه وخت کې پر دوکانونو نوبت نه وي د سبزیجاتو او میو په بازار کې دپښې ایښودلو ځای نه وي، له یوې خوا د هغو کسانو غږونه وي چې په لاس ګاډو کې یې سبزی او نور شیان د پلورلو په نیت اچولي وي او له بله پلوه تندې اخیستي موټروانان وي چې په هارنونو یې ګوته ټینګه کړي وي.

ځینې خلک وایې د اوړي ددغو اوږدو ورځو روژه چې شپاړس ساعته کیږي هم اسانه ده، خو ځینې نور بیا وایې چې ان له سهاره تږي دي چې له ناچارۍ یې کاروبار پرایښې او ټوله ورځ یې د چارخاو په سیند کې تیره کړې، فکر کیږي چې د روژې سختوالې او اسانوالې د خلکو په کاروبار پورې اړه لري هغه څوک چې په سرایونو او منډیانو کې درانده بارونه اوچتوي خامخا روژه پرې سخته تیریږي او هغه څوک چې په سهولت کې وي کیدای شي روژه هم پرې اسانه تیره شي.

دا چې روژه څه ډول ده او په روژه کې کاروبار او نرخونه څه ډول دی د کندوز یو تن اوسدونکې محمدطاهر زرنګ وایي: "روژه خو مبارکه میاشت ده خو اوله ورځ یې ګنسه وي سږ کال شپاړس ساعته روژه ده خو که څوک راسخ عزم ولري نیولې یې شي، او نرخونه تقریبا لس په سلو کې لوړ شوي دي."

یو تن چې خپل دسمال يې په خپل سره سیورې کړی او په لاسونو کې یې ورسره د ماښام لپاره سودا کړې د روژې په اړه داسې وایې: "روژې ډیر تږې کړې یم اګر چې عملي نه یم خو تږی یم او له کوره په سودا پسې راغلې یم خو نرخونه ډیر لوړ شوي دي او د روژې مبارکي ټولو مسلمانانو ته وایم او روژه په هغه چا ډیر ګرانه وي چې نصوار او سګرټ څکوي"

د کندوز د ښار د سبزیجاتو به بازار کې هغه وخت لا ګڼه ګوڼه شي چې موټرې هم دغه سرای ته ننوځي، ټول سرک په لاسګاډو ډک دی لاره په کې په ګرانه موندل کیږي، دلته د کندوز پوهنتون له یو تن استاد څخه پوښتنه کوو چې ننۍ روژه پرې څه ډول تیره شوه او څه تیاری نیسي: "په بازار کې نرخونه د پخوا په نسبت خوځیدلي دي دا دبرکتونو میاشت ده په دې وخت کې باید نرخونه راټیټ شي خو طبعي ده چې په روژه کې نرخونه لوړیږي او تر دې وخته چې ماښام نزدې دی نو روژه ښه ده"

ټولو هغه کسانو د نرخونو له لوړیدو شکایت کاوه چې په سودا پسې له کوره راوتلي وو، ددغو خلکو تر څنګ دوکانداران هم وایې چې په نرخونو د پام وړ زیاتوالی راغلي یو تن دوکاندار محمد جاوید وایې: "پرون یو شل لیتره د غوړو بوشکه په یوزر او پنځه سوه او نن په شپاړس سوه افغانۍ دی هر جنس ورځ په ورځ لوړیږي فایده هم ورکه ده او سرمایه هم ورکه ده، له روژې نه یوه هفته وړاندې د نرخونو لوړیدل پیل شوي دي"

ماښام رانزدې شوی دی ټول خلک مخکې له دې د ماښام اذانونه وشي غواړي روژه په کور کې ماته کړي او هغه څه چې یې له ځانه سره اخیستې خپل کور ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG