د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ګونګیانو لپاره ځانگړي ښوونځي شته


افغانستان کې د ګونګیانو لپاره ځانگړي ښوونځي شته
افغانستان کې د ګونګیانو لپاره ځانگړي ښوونځي شته

شل کلن ناصر په خولې له خبرو علاوه په اشارو هم خبرې کولای شي. دی په کندز کې د گونگیانو په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی.

د ښوونځي د انځورونو د کتلو لپاره دا ځای کښېکاږئ‏‏>‎‏>‎‏>‎

په کندوز کې د سویډن موسېسې له خوا له اته کالو را پدیخوا د ګونګیانو لپاره د اشارې ژبې او لیک و لوست د زده کړې یو ښوونځې جوړ شوی چې تر څلورم ټولګي پورې په کې زده کړې ورکول کیږي، ګونګیان په دغه موده کې له اشارې ژبې پرته په بشپړه توګه په لیک او لوست پوهیږي.

ددغو ګونګیانو عمرونه له اته کلنو نه تر اتلس کلنو پورې دي چې په زده کړه بوخت دي. زیات وخت هغه کسان چې ګونګ وي په غوږونو هم څه نه شي اوریدلې.

په کندوز کې د ګونګیانو د ښوونځي په یو ټولګي کې شور و چې په خپلو منځونو کې یې د لاسونو په اشاره او بې معنا اوازونو خبرې کولې، د هغوی په اوازونو پوهیدل ګران دي، خو مقابل لوری تر یو حده پورې په اشاره پوهولې شي.

د ګونګیانو ددغه ښوونځي زده کوونکو پوښتنه کوله چې زه څوک یم؟.

کله چې مې ورته په تخته خپل نوم او دنده ولیکله، یوتن شپاړس کلن ځوان د اشنا راډیو د منځنۍ څپې او د څو نورو سیمه ایزو ایف ایم راډیو ګانو د فریکونسۍ شمیرې په تخته ولیکلې او اشاره یې وکړه چې، له کومې راډیو سره کار کوم؟، زه حیران شوم، زما او دهغوي تر مینځ دغه خبرې د هغوي یو تن استاد عبدالواحد ترجمه کولې. دغه ګونګ زده کوونکي له اشارې سره یو ځای داسې څه ویل:

عبدالواحد چې د اشارې په ژبه پوهیږي، وایی چې دوي په دغه ښوونځي کې تر څلورم ټولګي پورې شاګردان روزي چې په دغه موده کې بشپړ لیک او لوست کولای شی.

دا چې استادان څه ډول د ګونګو زده کوونکو لیاقت معلوموي عبدالواحد وایی: "د ښوونځیو په څیر کله چې مونږ امتحان اخلو د نورمالو زده کوونکو په څیر کاغذ ورکوو په تخته ورته سوالونه لیکو، او تقریري امتحان ترې د اشارې په ژبه اخلو نو پوهیږو چې د کوم زده کوونکي لیاقت څومره دی".

په دغه ښوونځي که له هلکانو پرته نجونې هم په لیک لوست او د اشارې ژبې په زده کړه بوختې دي: (( په دغه ښوونځي کې پنځه ځلویښت تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې شپاړس یا اولس تنه یې نجونې دي او نور هلکان دي))

کله چې مې ددغه ښوونځي له ګونګي ښوونکي سره خبرې کولې یو تن زده کوونکي هم غوښته وکړه چې ورسره خبرې وکړم:

زه د هغوي په ژبه نه پوهیدم او زما په څیر د ټولنې نور خلک هم ددوي په ژبه نه پوهیږي، دا چې دوی په اسانۍ خپل مطلب تر نورو نه شي رسولې او ځانونه د ټولنې له عامو خلکو څخه په توپیر کې احساسوي د ژوند ستر کړاو دی.

ددغو ګونګیانو لپاره لیک او لوست هغه وسیله ده چې تر یو حده پورې پرې خپله ستونزه حلولې شي.

XS
SM
MD
LG