د لاس رسي وړ اتصالات

د کوسوو یو پخوانی ولسمشر په ۲۵ کاله بند محکوم شو

د کوسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د کوسوو د جګړې پر مهال د جنګي جرمونو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په هاګ کې د کوسوو د جنګي جرمونو یوې ځانګړې محکمې اعلان کړه.۵۸ کلن هاشم تاچي د جګړې پر مهال د کوسوو د آزادۍ د پوځ یو لوړپوړی قوماندان و.

محکمې هغه د وژنې، شکنجې او په ناقانونه توګه د خلکو د زنداني کولو د جرمونو مجرم وپېژاند. قاضیانو وویل، د کوسوو د آزادۍ پوځ ځواکونو ۹۶ کسان وژلي وو چې سیاسي مخالفین یا له صرب ځواکونو سره د همکارۍ په تور په ګوته شوي و..

محکمې همدارنګه وویل چې ۳۸۵ کسان په ناقانونه توګه بندیان شوي او ۳۰۳ کسان شکنجه شوي وو. قاضیانو وویل، هاشم تاچي په دغو جرمونو کې فعاله ونډه اخیستې وه او نور یې هم دې کارونو ته هڅولي وو. تاچي ټول تورونه رد کړي دي. هغه د محکمې د پرېکړې او سزا د اعلان پر مهال چوپ پاتې شو.

دا قضیه په کوسوو او صربیا کې لا هم ډېره حساسه ده. د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو جګړه لا هم د کوسوو د البانیایي او صربي ټولنو پر اړیکو اغېز لري.

هاشم تاچي لا هم په کوسوو کې د ډېرو البانیایانو له خوا د اتل په توګه یادېږي. په هاګ کې د محکمې له ودانۍ بهر، د پرېکړې له اعلان مخکې لسګونو کسانو د تاچي په ملاتړ لاریون وکړ.

هغوی د کوسوو د آزادۍ د پوځ بیرغونه پورته کړي وو او د هاشم تاچي په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG