د لاس رسي وړ اتصالات

د انسان مصنوعي غړي اوس کنړ کې جوړیږي


د انسان مصنوعي غړي اوس کنړ کې جوړیږي
د انسان مصنوعي غړي اوس کنړ کې جوړیږي

محمد نذير د کونړ ولايت اوسېدونکى دى. دده يوه پښه اوس مهال له کاره لوېدلې وايي، دى دغه مرکز ته ددې لپاره راغلى چى له کاره لوېدلې پښې تداويي وکړي.

دى وايي دى خوشاله دى چى له اوږدومزلونوخلاص شو او پخپل کورکې يې د پښې علاج کېږي.

محمدنذير وايي له دې ځايه دده په ګډون معلولين د مصنوعي غړيو د جوړلو لپاره پاکستان او نورو ځايونو ته تلل، اوس چې دغه مرکز جوړ شونو دوی يې له اوږده مزله او لوړ لګښته خلاص کړل.

په دغه مرکز کې چې د وړتيا او پرمختګ موسسې له خوا د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې جوړ شو. هغو کسانو ته چې د بدن غړي يې پرې شوې يا له کاره لوېدلي وي، مصنوعي غړي په وړيا ډول جوړېږي.

ددغه روغتيايي مرکز د فزيوتراپۍ برخې مسوول ډاکتراسمعيل په وينا ددغه مرکزدروازه د کونړ او نورستان ولايتونو پر معلولينو سربېره د نور ولايتونو او ان ګاونډي هېواد د معلولينو پر مخ خلاص ده.

دا دوهمه میاشت ده چې دغه مرکز په کار پیل کړی دی. د مرکز کارکوونکي وايي تر اوسه یې شاوخوا ٧٥معلولين د مصنوعي غړيو جوړلو لپاره ترکتنې لاندې نيولي .اسمعيل وايي په دغومعلولينوکې دجګړې قربانيان اوهغه معلولين شامل دي چې دهغوي دبدن غړي دبېلابېلوناروغيوله امله له کاره لوېدلي دي .دى وايي دوي ددغه مرکزلپاره خام موادله کابل او هېواده بهر يو شمېر هېوادونو څخه راغواړي .اسمعيل وايي: د معلولينو د اتحاديې د سروې له مخې په دغه ولايت کې ترشپاړسوزيات معلولين له دوي سره ثبت دي. خو په غير رسمي ډول تر٢٥٠٠ زيات معلولين په دغه ولايت کې شته .

ددغه مرکزيوبل غړى شېرمحمد چې د مصنوعي غړيو جوړلو ماهر دی د يو ماشين تر څنګ ولاړ دى وايي دى پر دغه ماشين پلاستيکي او نور شيان صيقل کوي.

د يو بل ماشين تر خوا يو ځوان ولاړدى چې خپل نوم فداګل راپېژني: دى وايي په خپل مسلک کې لس کلنه سابقه لري، خوشاله دى چې د معلولينو خدمت کوي.

کونړ د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چى څه باندې درې لسيزو جنګ جګړو ځپلى او اوس هم د جنګ تر ګواښ لاندې دى. اوس پکې چاودنې او جنګ جګړې پیښیږي.

معلولين وايي چې د دوی لپاره ددغه مرکز جوړېدل يو ګټور ګام دى. دوی وايي پخوا به دوی د مصنوعي غړيو جوړلو او فزيوتراپۍ لپاره نورو سيمو ته تلل. دوی به له ډېرو اقتصادي او ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدل خو اوس دوی له اوږدو اوږدو مزلونو، بې کورۍ او لوړ لګښته وژغورل شول.

XS
SM
MD
LG