د لاس رسي وړ اتصالات

کندز والي: د طالب زندانیانو او مساپرو تبادله نه کوو


دولت غواړي تښتول شوي مساپر د پوځي عملیاتو له لارې خوشې کړي
دولت غواړي تښتول شوي مساپر د پوځي عملیاتو له لارې خوشې کړي

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د مساپرو د تښتولو له زیاتیدو سره سم، د کندز ولایتي چارواکي هغه ګنګوسې ردوي چې ګواکي دولت غواړي د برمته شویو کسانو په بدل کې، طالب زندانیان خوشي کړي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل چې نن یې د کندز په ښار کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د دولت له هغې پریکړې خبر ورکړ چې له مخې ېې غواړي تښتول شوي مساپر د پوځي عملیاتو له لارې خوشې کړي.

که څه هم چې د برمته شویو کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو داسې ویل کیږي چې د چهارشنبې ورځې په پېښه کې چې د کندز- تخار د لویې لارې پرسر رامنځته شوه، ۴۷ تنه مساپر تښتول شوي دي.

د کندز د محلي چارواکو د شمېرو له مخې تر دې مهاله ۱۳ تنه مساپر خوشي شوي او ۸ تنه نور له طالبانو سره برمته دي.

د کندز والي په وینا تښتول شوي کسان تر ډیره هغه افغان کډوال دي چې له ایران څخه بیرته ستانه کړل شوي وو.

تښتونې او د قومي جګړو اندېښنه

په ولسي جرګه کې د کندز استازي اندېښنه څرګندوي چې طالبان د مساپرو د تښتولو په پلمه غواړي قومي جګړو ته لمن ووهي.

جرګې کې د کندز یو استازي عبدالودود پیمان امریکا غږ ته ويلي چې وسله وال د بهرنیانو په ملاتړ د خپلو اختلافاتو د پټولو لپاره د خلکو تښتولو ته مخه کړې ده. هغه وايې: "زما په نظر دا د خارجیانو پالیسي ده چې ازبک، پښتون او تاجیک ترمنځ اختلاف واچوي."

هاخوا کوم مساپر چې پر لویو لارو تګ راتګ کوي، د امنیت د نشتون له امله سرټکوي.

ځینو مساپرینو امریکا غږ ته ويلي چې دوی د سفر پر مهال د تښتونې له ګواښ سره مخامخ دي.

د کندز یو اوسیدونکی، ګل احمد وایي چې د سفر پر مهال ځان امن نه احساسوي. نوموړي وویل: "زه چې شمال ته ځم، سل په سلو کې زموږ ځان او مال په خطر کې دی. ډاډه نه یم چې منزل ته رسیږو او کنه".

تردې وړاندې په یوه جلا پېښه کې طالبانو د کندز په اړوندو سیمو کې ۱۹۰ تنه مساپر برمته کړي وو چې وروسته ېې ۱۶۰ خوشي کړل او ۱۲ تنه نور یې ووژل. داسې ویل کیږي چې ۸ تنه اوس هم د طالبانو په قید کې دي.

کندز د افغانستان په شمال کې د نا امنو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي چې په ځینو برخو کې یې طالبان نفوذ لري.

دغه ډله د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې وتوانیده چې د کندز ښار درې ورځې تر خپل کنټرول لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG