د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د جګړو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي


آرشیف
آرشیف

په کندوز کې د جګړو له وجې تقریبا ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي، چې تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د کندوزد قلعه ذال او د کندوز د ښار له نورو هغو سیمو څخه چې جګړې په کې روانې دي په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي دي.

ددغو بې ځایه شویو یو شمیر کورنۍ د کندوز په ښار کې د خپلوانو کره او ځینې نور یې په یو او بل ځای کې میشت شوي دي. چې تر اوسه پورې ورسره لومړنۍ مرستې نه دي شوي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي چې د روانو جګړو له امله یوازې له قلعه ذال څخه تقریبا ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي چې ددغه ولایت په مختلفو سیمو کې اوسیږي.

یوه میرمن چې له خپلو اولادونو سره له کوره راوتې ده وايي چې د جګړې له امله یې ټول کور پریښې دی او یوازې ځانونه یې راویستلي دي، دغه میرمن وايي چې طالبان د شپې ناوخته ددوي کور ته ورغلي وو او دوی یې له کور څخه وتلو ته مجبور کړل، خو اوس نه پوهیږي چې د کور کومه برخه به یې روغه پاتي وي او کنه: (( طالبان نیمه شپه راغلل ویل یې چې له کوره ووځئ، پنځه ورځې کیږي چې کندوز ته راغلې یم ماشومان مې هم راسره دي تر اوسه راسره هیچا مرسته نه ده کړې.))

یو بل سپین ږیری چې ده هم خپل ماشومان له جګړې امن ځای ته راوستي وايي چې د اوس لپاره خوراکي موادو ته ضرورت لري خو لا هم ورسره مرسته نه ده شوې: (( له کوره راغلم په یو کنډر کې ژوند کوم، اوس نه خوراکي مواد لرم او نه بل څه.))

د قلعه ذال یو بل ځوان وايي چې یوازې د تن په جامو کې له کوره راوتلي څاروي او نور کور یې ډک پریښې دی ټوله شپه یې پیاده مزل کړی او ځان یې د جګړې له سیمې راویستلی دی.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې اړوندو دولتي ادارو د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په خاطر سروې پیل کړې او هڅه کوي چې ژر تر ژره ورته مرسته ورسوي: (( یوه ورځ مخکې د بیړنیو مرستو غونډه جوړه شوې وه، او ټولو مرستندویه موسسو ته ویل شوي چې باید د جګړو له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.))

په کندوز کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې دوام لري، د خان اباد او کندوز لار تړل شوې خو امنیتي مسولین وايي چې دوي د لارې د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي دي.

په جګړه کې دواړه غاړې یو بل ته د تلفاتو د وراړولو ادعاګانې کوي خو تر اوسه پورې د جګړې په ترڅ کې د ملکي تلفاتو دقیق ارقام هم نه دي معلوم.

راپور: ګل رحیم نیازمن - کندوز

XS
SM
MD
LG