د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز امنیه قوماندان د کرونا ویروس له امله ساه ورکړه


د کندز ولایت مړ شوی امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر.
د کندز ولایت مړ شوی امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر.

سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه د کندز ولایت امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر په کابل کې د کروناویروس د ناروغۍ له امله ساه ورکړه او نن سهار د یاد ولایت د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق هم د کوید ۱۹ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کندز ولایت ویاند عصمت الله مرادي نن چهارشنبه جون درېیمه (غبرګولې۱۴) امریکاغږ ته وویل، جنرال عبدالرشید بشیر چې څه موده وړاندې د دندې پر مهال پر کروناویروس اخته شوی و په کابل کې بستري و او بېګاه شپه یې د دغه وژونکي ویروس له امله ساه ورکړې.

د کندز د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم د دغه ولایت دامنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر مړینه تائید کړې ده.

د یاد دفتر د معلوماتو په اساس جنرال بشر د تیرو ۹ میاشتو راپدېخوا د کندز امنیه قومندان و او تر هغه مخکې په غور، فاریاب، بغلان او د کندز کې د نظم عامه لوا قوماندان ، د۸۰۸سپین زر زون قوماندانۍ قوماندان او د تخار ولایت د امنیه قوماندان په صفت دندې تر سره کړي دي.

هغه زیاته کړه چې نن چهارشنبه سهار مهال د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق هم د کندز په کوید ۱۹ ناروغۍ لپاره په نوي جوړ شوي روغتون کې ساه ورکړه.

مرادي زیاتوي چې دغه دواړه دولتي چارواکي د دندې پر مهال پر کرونا ویروس اخته شوي وو.

هغه زیاتوي چې اوس هم ځینې خلک د کرونا ویروس بابیزه ګڼي، خو د دوی سپارښتنه خلکو ته داده چې باید د عامې روغتیا صحي اصول مراعات کړي او ځانونه وساتي.

د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي هم وايي چې د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله د دغه مرض لپاره په ځانګړې شوي روغتون کې بستر و چې له نسبتا ښه والي وروسته د ډاکټرانو له مشورې پرته کور ته تللی و.

هغه زیاتوي چې له دوهم ځلې بستر کیدو وروسته یې نن سهار په روغتون کې ساه ورکړې.

نوموړی د کندز د امنیې قوماندان په اړه وايي چې له مرګ څخه یې خبر شوي دي خو دوی ته لا څرګنده نه ده چې د کومې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده.

په کندوز کې تر دې مهاله د کرونا ویروس له امله ۶ تنو ساه ورکړې او ۱۳۳ تنه نور په دغې ناروغۍ اخته دي.

د کندز عام خلک بیا وايي چې د کرونا د ناروغانو شمیر تر دې زیات دی، خو اکثر خلک د معایناتو او بستر کیدو لپاره روغتون ته مراجعه نه کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG