داسي معلومیږي چې په قرغزستان کې صدراعظم المزبیک اتمبایوف ، چه د ملک د جمهوري ریاست په لومړنیوانتخاباتو کې د کاندیدانوپه سر کې روان دی، جمهورریس شي. په قرغزستان کې تیرکال په خونړي پاڅون کې حکومت ړنگ شو.
بین المللي څارونکو وویل سره له دې چې د رای ورکوونکو په لیستونو اوحساب کی بې نظمۍ وې، خو دوي په قرغزستان کې د ډموکراسۍ اینده ته خوشبېنه دي.
نږدې نهه نوی (٩٩) په سلو کې رایې شمیرل شویدي او رسمې پایلې ښیي چې ښاغلی اتمبایوف د پنځلس نورو کاندیدانو نه ډیرمخکی دی.
په دغو کاندیدانو کې یو پخوانی بوکسرتاشیوف دی چې د انتخاباتي مبارزې په مامورینو یې تورلگولی چه په نتیجو کې یې ټگي برگي کړیده.
نورو کاندیدانوهم شکایت کړیدی چه ټگي برگي شویده اویوه ټگی په کې دا ده چې د خلکو رایې د یو ځل نه زیاتې شمیرل شویدي، د رایو صندوقونه ډک شویدي او مقاماتو رای ورکوونکي نه دي پری ایښي چې نومونه ولیکي.
په قرغزستان کې د امریکا او روسیې نظامي اډی دي او په افغانستان کې د ناټو د عملیاتو د پاره اهمیت لري. ځینو کاندیدانو ژمنه کړې ده چې د امریکا د اډې قرارداد به چه په دوه زره او څوارلسم کال کې ختمیږي، په خپل ځای پاته وي.