د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د امریکا د سفارت کارکوونکې وژل شوې 


د اوکراین په پلازمینه کیف کې د امریکا سفارت

د اوکراین په پلازمینه کیف کې پولیسو د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د یوې کارکوونکې د وژنې په اړوند پلټنې پیل کړي دي.

پولیسو نن پنجشنبې د اکتوبر په لومړۍ نیټه (تلې ۱۰) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د کیف ښار د شیوچینکو ساحې په یو پارک کې تیره ورځ یوه ښځه چې په سر ټپي وه روغتون ته انتقال کړې ده.

پولیسو ویلي دي، دغه ښځه چې هویت یې ندی څرګند شوی روغتون ته له انتقال کیدو څو ساعته وروسته مړه شوه او زیاته کړې یې ده چې ددې ښځې په لاسي بکس کې یو سند موندل شوی چې ښيي هغه د امریکا د سفارت کارکوونکې وه.

په کیف کې د امریکا سفارت د سپتمبر په ۳۰ په خپل ټویټر لیکلي چې دغه ښځه چې برید پرې شوی امریکایي ده.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه میرمن په کیف کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو له ډلې څخه ده او «په کیف کې د امریکا د سفارت مامورین اوس د مقاماتو سره ددغې پیښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره کار کوي.»

د اوکراین پولیسو په اعلامیه کې د احتمالي بریدګر په هکله جزییات خپاره کړي دي چې وایي: «بریدګر ښایي د ۳۰ یا ۴۰ کالو ترمنځ یو نارینه وي چې ۱.۹ یا دوه متره قد لري، تیاره ابي سپورتي کیرمچ یې پر پښو دي او ویښتان یې تور دي.»

XS
SM
MD
LG