د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان په الینګار کې د طالبانو پر ضد جګړه روانه ده


د افغانستان په ختیځ، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې حکومتي قواوو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

چارواکي وايې چې ګڼې سیمې یې له مخالفینو څخه نیولي او د نورو کلیو او بانډو د تصفیې لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د ګډو ځواکونو له دې عملیاتو څخه شاوخوا دوه اونۍ تیرېږي.

په تیرو ورځو کې لسګونه کلي د مخالفینو له شتون څخه پاک شوي او اوس افغان پوځیان د سنګره خطرناکې درې ته د تللو په لار کې دي.

د کمانډو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندان جګړن مسعود رحمان وایې چې نژدې ۵۰ وسله وال یې وژلي دي. طالبان د حکومتي پوځیانو دا ادعا نه مني.

د لغمان په روانو عملیاتو کې بهرني پوځیان له پلیو قواوو څخه هوايي ملاتړ کوي.

د الینګار ولسوالۍ په یوې بلې درې، نورلام کې بیا د تېرو څو میاشتو راهیسې طالبان او داعش خپلو کې سره نښتي دي.

د الینګار په نورلام او سنګره دواړو درو کې د عملیاتو له کبله سلګونه کورونه زیانمن شوي او ګڼو کورنیو خوندي سیمو ته سرونه ویستلي دي.

لغمان کې ځايي خلک وايې چې د مرکز مهترلام بابا او قرغیو ولسوالۍ تر منځ پرتې ټولې لارې نا امنۍ دي. ولس له حکومت څخه غواړي چې د حالاتو د سمون لپاره جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG