د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د و وژل شویو حکومتي ځواکونو وارثانو ته ځمکې ورکړل شوې


د ننګرهار چارواکي وایي چې ډیر ژر به د نورو نمرو ویشل هم پیل شي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې ډیر ژر به د نورو نمرو ویشل هم پیل شي.

ننګرهار کې د وژل شویو حکومتي سرتېرو کورنیو ته ځمکې د ورکړې لړۍ پیل شوه. د وژل شویو افغان ځواکونو کورنیو ته دغه نژدې دولس نیم سوه نومرې د ننګرهار بهسودو په بار اباد کې ویشتل کېږي.

د ننګرهار والي شامحمود میاخېل د ځمکو ویشلو لړۍ د پیل مراسمو کې وویل چې دغه پروسه به په پوره روڼتیا سرته رسي او له دې سره- سره نورو ښارګوټو کې هم د ځانګړې شوې ځمکې د ویش لړۍ پیلوي.

نوموړي وویل:" د خوشالۍ ځای دی چې دغه سیمه کې به ۱۲۴۰ نومرې ویشل کېږي. نژدې ورځو کې به دوه زره نورې نومرې هم شهیدانو، معلولینو او پولیسو لپاره به په سرخ دیوال سیمه کې د نومرو د ویش لړۍ پیل شي."

هغه وايي هڅه کوي، چې د پولیسو، معلولینو، مامورینو او نورو طبقو ته د ځانګړې شوې ځمکې د ویش لپاره هم کار وکړي .

د جلال اباد ښار وال ریاض الله درمل وايي په ختیځ او ځانګړې ننګرهار کې د وژل شویو سرتېرو ورثه تر اوه زره رسېږي، خو دوی د ویشلو لپاره ځمکې کمې لري.

نوموړي وویل: " دلته د شهیدانو د وارثانو شمېر اوه زره ته رسېږي او په دغه یو ښارګوټی ستونزه نه حلېږي. په ډاګه کې چې کومه۱۹۶۰ سوه جریبه ځمکه ده، د انتقال اسناد یې مرکز ته لېږل شوي دي باید دغه چاره یې مخکې لاړه شي چې ټولو کورنیو ته ځمکې ورسېږي."

د وژل شویو سرتېرو کورنۍ وايي که حکومت ورته د ځمکې د ابادۍ لپاره ځانګړې کړې پیسې زیاتې کړي نو ایله به د خپلو کورنو خاوندان شي.

که څه هم ننګرهار کې د وژل شویو حکومتي ځواکونو کورنیو ته د دولس سوه نومرو د ویش لړۍ تازه پیل شوه، خو زرګونه کورنیو ته د ځمکې اویزونه ورکړل شوي، خو لا ځمکې ور ونه سپارل شوې او دې برخه کې پر حکومتي ادارو د پراخ فساد تورونه هم پورې کېږي.

XS
SM
MD
LG