د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کانونو شتمني د جگړې اور ته لمن وهي


د اټکل له مخې د افغانستان په غرونو کې له یو څخه تر دریو تریلیونو ډالرو پورې منرالونه موجود دي.
د اټکل له مخې د افغانستان په غرونو کې له یو څخه تر دریو تریلیونو ډالرو پورې منرالونه موجود دي.

د افغانستان د یو شمیر مهمو طبعي زیرمو د غیر قانوني استخراج له درکه په میلیونونو ډالر د یاغیانو او په فساد ککړو جگړه مارانو لاس ته ورځي چې د هغوی په وینا دغه پیسې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهي.

د گلوبل ویتنس نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د کانونو، فساد او جگړې ترمنځ نیغې اړیکې شته ځکه د ناقانونه استخراج څخه ٥٠ فیصده گټه د طالبانو او نورو وسله والو ډلو جیبونو ته ځي.

د گلوبل ویتنس یو نوی راپور وايي چې د ٢٠١۴ کال راهیسې د شاو خوا ٢٠٠ میلیونو ډالرو په ارزښت لږ تر لږه ١٢٥٠٠ ټنه ناقانونه استخراج شوي دي چې اکثر یې په غیر قانوني توگه او یا هم داسې کېندل شوي چې حکومت ته نژدې ٣٠ میلیونه ډالر مالیات نه دي ورکړل شوي.

د دغه سازمان یوه څیړونکي ستیفان کارتر وايي چې لاجورد په ځانګړې توګه جنجالي او طبعي ګاڼي دي. دغه سازمان وایي د بدخشان د لاجوردو او نورو قیمتي ډبرو د غیر قانوني استخراج څخه نه یواځې طالبان گټه اخلي بلکې د افغان حکومت لوړپوړي مقامات هم په کې مستقیم لاس لري.

چارواکي او د لاجوردو قاچاق

په رپوټ کې په هغو کسانو کې چې په دې غیر قانوني تجارت تورن شوي، د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدي او د پارلمان د یو شمیر غړو نومونه ذکر شوي دي چې د افغانستان په شمال کې نفوذ لري.

دا په داسې حال کې دي چې د ښاغلي محمدي یو نژدې سلاکار دغه ادعا "بې بنسټه" گڼلې او هغه یې د دفاع د پخواني وزیر د بدنامولو یوه هڅه بللې ده.

د بدخشان مرستیال والي گل محمد بیدار هم دغه ډول ادعاوی چې گواکې حکومتي چارواکي په دغه غیر قانوني سوداگرۍ کې لاس لري رد کړي دي، خو دا یې تائید کړی چې د لاجوردو کانونه د "غیر قانوني وسله والو ډلو" او د طالبانو له لورې کنترولیږي چې د هغه په وینا حکومت د هغو د اداره کولو توان نه لري.

د لاجوردو ایستل غیرقانوني دي

د لاجوردو د کان ایستل تیر کال غیر قانوني اعلان شول، خو دغه کانونه په لېرې پرته سیمه کې دي چې د طالبانو او د هغوی د پلوي جگړه مارانو له خوا اداره کیږي.

د چارواکو په وینا اکثر دغه غیر قانوني ایستل شوي لاجورد د پنجشیر ولایت له لارې قاچاق کیږي چې د افغانستان زیات شمیر ځواکمن کسان په کې اوسیږي.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې د واحد د رپوټ له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی د هیواد په گوټ گوټ کې د کانونو سکتور په فساد او شخړو ککړ دی چې د کانونو شاو خوا ١٠٠٠٠ ساحې د حکومتي کنترول نه بهر دي.

رپوټ وایي "طبیعي زیرمو د اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په شخړو او جگړو کې رول لوبولی دی." چې د رپوټ په وینا وروستی مثال یې د بدخشان د لاجوردو د کان په سر د جگړه مارانو اړوند وسله والو ډلو ترمنځ جگړې دي چې په کابل کې د سیاسي لوړپوړو کړیو له لورې یې ملاتړ کیږَي.

د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو د حکومتونو د اټکل له مخې د افغانستان په غرونو کې له یو څخه تر دریو تریلیونو ډالرو پورې منرالونه موجود دي چې په کې د نړۍ د قیمتي مشهورو لاجوردو کاڼي شامل دي. دا کانونه د افغانستان په شمال کې د بدخشان په ولایت کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG