د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو شپږو میاشتو کې تر جګړې ټرافیکي پېښو زیات افغانان وژلي ـ زېور


د عامې روغتیا وزارت وایي، دا مهال په افغانستان کې ټرافیکي پیښې نسبت جګړې ته ډیر کسان وژني.

د عامې روغتیا وزارت د"سړک د خوندیتوب" نړیواله اونۍ "غږ پورته کړئ او د انسانانو ژوند وژغورئ" تر شعار لاندې ولمانځله.

د روغتیا وزارت مرستیالې ماموسۍ زیور د چهارشنبې پر ورځ (چنګاښ ۵ مه) خبریالانو ته وویل، چې په تیرو شپږو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو له امله تلفات ډیر شوي دي.

هغې وویل، چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۳۲۲ تنه په ټرافیکي پېښو کې وژل شوي دي، دا په داسې حال کې ده، چې په همدې موده کې ۲۴۱ کسان په چادونو او د جګړو له امله وژل شوي دي.

مموسۍ زیور وویل:"په تیرو شپږو میاشتو کې ۳۸۴۶ ټرافیکي پیښې شوي دي، چې له دې امله ۳۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دی، ۱۹ زره ټپیان شوي دي او ۱۹ زره نور زیانمن شوي دي".

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي لپاره، باید خلک د سړکونو او لویو لارو ستونزې له اړوند مسولینو سره شریکې کړي.

د دغه سازمان استازي محمد داوود الطاف په دې اړه وویل:"په سړک کې د سیر او حرکت ارزیابي، موږ تل په سړکونو کې سیر او حرکت لرو، په موټر، موټرسیکل او بایسیکل کې سپاره کسان باید خپل سیر او حرکت ارزیابي کړي، چې له کومو خطرونو سره مخ کیږي، احساس کوئ کوم خط السیر کې خوندیتوب نلرئ، باید غږ پورته کړئ، غږ مو مهم دی".

د ټرافیکو مسؤلین بیا وایي، چې خلک د ټرافیکو قوانین نه عملي کوي او دا ددې لامل کیږي، چې ترافیکي پیښې زیاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د خوندیتوب کمربند نه تړل، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی او همدارنګه په لویو لارو کې د موټر چلوونکو تیز تګ او په زیاتو لارو کې د ټرافیکي اشارو نشتوالی ددې لامل شوی، چې ټرافیکي پیښې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG