د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لومړنۍ نطاقه په حق ورسیده


د افغانستان د راډیو لومړنۍ ښځینه نطاقه لطیفه سراج په امریکا کې په حق ورسېده. لطیفه سراج د عنایت الله خان لور او د امیر حبیب الله خان لمسۍ وه. نوموړې په کال ١٩۴٧ کې له راډیو افغانستان سره د لومړنۍ ښځینه نطاقې په حیث کار پیل کړ.

امریکا ته له مهاجرت وروسته یې له امریکا غږ افغانستان څانګې سره هم کار کړی وو. لطیفه کبیر سراج د نوي کالو په عمر وفات سوه.

په همدې هکله زموږ همکارې شافعې سردار د سپوږمۍ میوندي سره چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا غږ د ریْس مشاوره ده او پخوا یې د میرمن سراج سره کار کړی دی، مرکه کړې ده چې په لاندي لینک باندي یې اوریدلای شیْ.


XS
SM
MD
LG