د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف له امریکايي مقاماتو سره د خبرو لپاره واشنګتن ته راغلی دی


تراوسه د ټرمپ، ټېلرسن او لاوروف د لیدنو بشپړ جزئیات خپاره شوي نه دي
تراوسه د ټرمپ، ټېلرسن او لاوروف د لیدنو بشپړ جزئیات خپاره شوي نه دي

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [مې ۱۰] په سپینې ماڼۍ کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

دا په ټاکنو کې تر بریا وروسته لومړی ځل دی چې جمهور رئیس ټرمپ له یوه جګپوري روسي مقام سره مخامخ ویني.

تردغې لیدنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له خپل روسي سیال سره لیدلي و.

ویل شوي چې ښايي دواړو دیپلوماتانو د سورېی د کشالې او د اوکراین په اړه د واشنګټن او مسکو د نظر د اختلاف په باب خبرې کړې وي.

تراوسه د ټرمپ، ټېلرسن او لاوروف د لیدنو بشپړ جزئیات خپاره شوي نه دي.

دا له ۲۰۱۳ کال نه وروسته لومړي ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له امریکا څخه لېدنه کوي.

تیره میاشت ټېلرسن له لاوروف سره په مسکو کې لیدلي و. دواړو مشرانو د سوریې پر یوې پوځي اډې د امریکا د راکټي برید او د سوریايي ځواکونو لخوا پر ملکي خلکو د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه پر رامنځته شویو لانجو خبرې کړې وي.

د روسي پلاوي د سفر په درشل کې یو شمېر امریکايي قانون جوړونکو د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسيې د خالت په باب ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دیموکرات سناتور، بن کارډین تمه ښودلې چې ټیلرسن د امریکايي د خلکو اندېښې له لارووف سره شریکې کړي.

دا لا معلومه نه ده چې امریکايي مقامات به له روسي پلاوي سره د امریکا په ټاکنو کې د مسکو د دخالت مسله مطرح کړي او کنه. د نن ورځې له لیدنو وروسته به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ [مي ۱۱] بیا سره وویني.

XS
SM
MD
LG