د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: جګړه ګټو خو جګړه سخته ده


پنیتا: جګړه ګټو خو جګړه سخته ده
پنیتا: جګړه ګټو خو جګړه سخته ده

دامرېکا د دفاع وزېر لېون پانېتا پرون د چار شنبې په ورځ ووېل چې امرېکا او ملگري هیوادونه ېې د افغانستان لس کلن جنگ گټي خو دطالبانو تر مشرۍ لاندې د پاڅون پر خلاف جګړه دهغه په وېنا ډېره سخته ده.

ښاغلي پانېتا په کابل کې دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره په ېوه گډ مطبوعاتي کانفرانس کې وېنا کوله. د امرېکا د دفاع وزېر ووېل چې امرېکاېې ځواکونو دطالبانو نه د جګړې ابتکار اخېستی دی.

د امرېکا ددفاع وزېر ووېل په دې خبره کې هېڅ شک نشته چې د تېر دوو کلونو په موده کې افغان او نړېوالو ځواکونو پر مختگ کړی او د طالبانو مخه ېې نیولې ده.

دامرېکا ددفاع وزېر پرون افغانستان ته دخپل دوه ورځېني سفر په پاې کې وېنا کوله او د سفر هدف ېې دا و چې دطالبانو پرخلاف په جګړه کې روان پرمختگ وڅاري. هغه پرون ناواخته د ښاغلي کرزي سره وکتل. کرزي ووېل چې د ناټو او افغان ځواکونو د همکارۍ په نتېجه کې دهغه په قول په افغانستان کې ثبات او ارامي راغلې خو دواړې خواوې باېد نوره هڅه هم وکړي چې د افغانانو لپاره ښه امنیت برابرکړي.

XS
SM
MD
LG