لیبرمن د اسرائیل د پارلمان د بهرنیو چارو او دفاع د لنډمهاله کمېټې مشر وټاکل شو

د اسرائیل د پارلمان غړو، اویګدور لیبرمن، په یوې اجماع کې د بهرنیو چارو او دفاع د لنډمهاله کمېټې د مشر په توګه وټاکه. دا د اسرائیل په پارلمان کې له مهمو کمېټو څخه ده چې د بهرني سیاست، دفاعي چارو او استخباراتو څارنه کوي.

لیبرمن چې پخوا د اسرائیل د دفاع وزیر و او د یسرائیل بیتینو ګوند مشري کوي، د بنیامین نتنیاهو له حکومت سره مخالفت لري. نوموړي تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۳ کال کې د دغې کمېټې مشري کړې وه.

لیبرمن د خپلې ټاکنې وروسته وویل چې د کمېټې پر وړاندې ګڼ مهم کارونه پراته دي او په لومړیتوبونو کې یې د استخباراتو لپاره د یوې فرعي کمېټې جوړول او د دفاعي بودیجې په اړه د مالیې له کمېټې سره ګډ کار یاد کړ.

هغه همدارنګه وویل چې د اسرائیل په وروستیو ټاکنو کې د بهرني لاسوهنې او د ټاکنو پر بهیر د اغېز کولو د ادعاوو څېړنه به هم د کمېټې د کارونو برخه وي.

د اسرائیل د ټاکنو کمېټې مخکې د دغو ادعاوو د اغېز په اړه څرګندونې رد کړې وې، خو په دې تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

XS
SM
MD
LG