د لیبیا په سرت ښار کې سخته جگړه روانه ده. دې ښار کې د لیبیا د موقتې شورا طرفدارې قواوې وایي چې دوی د پخواني جمهورریس قذافي طرفدار کسان د سخت مشکل سره مخ کړیدي.
د لیبیا د انتقالي شورا جنگیالي وایی چې دوي د قذافی طرفدار کسان د یوې تنگې ساحې پورې محدود کړیدي .خو وایی چې مخالفین سخت مقاومت کوي.
تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن کلنټن په یو ناڅاپي سفر لیبیا ته تللې وه او د هیواد دنوي قیادت سره ېې لیدلي وو.
د خپل سفر په وخت هغې د لیبیا سره د معارف او روغتیا په ساحه کې د میلونو ډالرو مرستو کولو ژمنې کړیدی. هغې ویلي چې زیاتره پیسې به د هغو وسلو د خوندي کولو او اتومی وسلو د تخریبولو په کار مصرفیږي چې د قذافي د وخت نه پاتې دی.
امریکایی مامورین وایي چې د هغې ورځې نه چې لیبیا کی روانه شخړه پیل شویده امریکا ورسره د ١٣٥ میلونه ډالره مرسته کړیده.
کلنټن د لیبیا نه پس عمان ته رسیدلې ده.