د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا د حماس څلور غړي چې د ۲۰۱۶ کال راهیسې بندیان و، خوشې کړل


لیبیا کې د فلسطین په پلوۍ مظاهرې شویدي.
لیبیا کې د فلسطین په پلوۍ مظاهرې شویدي.

چارواکو په لیبیا کې د حماس ډلې څلور غړي چې د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا غزې ته د وسلو قاچاق کولو او جاسوسۍ په تور بندیان و، جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۰) خوشې کړل.

د لیبیا په مطبوعاتو کې ویل شوي چې دا څلور تنه په طرابلس کې بندیان و او د ترکیې په منځګړتوب خوشې شویدي.

د طرابلس یوې محکمې د ۲۰۱۹ کال په پیل کې دا څلور واړه کسان په زندان تیرولو محکوم کړل چې د ځینو د بند موده یې ۱۷ او ځینو نورو یې ۲۲ کاله وه.

د لیبیا د صدراعظم عبدالحمید دبیبه حکومت چې مرکز یې په طرابلس کې دی تر اوسه یې په رسمي توګه د حماس دې غړیو خوشې کیدو په هکله څه ندي ویلي خو په ګڼ شمیر مطبوعاتي رپوټونو کې ویل شوي چې د طرابلس د څارنوال دفتر دا کسان د ترکیې په منځګړتوب خوشې کړي او قطر ته تللي دي.

قطر د حماس د سیاسي رهبرۍ کوربه دی.

تر اوسه نده څرګنده شوې چې په لیبیا کې د حماس دا څلور غړي ولې خوشې شوي خو هغوي داسې مهال آزاد شوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه د شپږو ورځو اوربند وروسته بیرته پیل شوه.

راپورونه وايي، اسرائیل د غزې په ګڼ میشتو سیمو کې چې شک پرې کیږي د حماس ډلې غړي به پکې پټ وي، بمباري کړې ده.

د غزې په تړانګه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وویل چې د جمعې په ورځ په ځايي وخت سهار په اوو بجو د اوربند د پای ته رسېدو وروسته، په لومړیو ساعتونو کې ۲۹ تنه وژل شوي دي.

فرانس پرس په شمالي او جنوبي غزه کې د بمباریو خبر ورکړی. د اسرائیل پوځ ویلي چې جنګي الوتکو یې په غزه کې د حماس پر اهدافو "بریدونه" پیل کړي دي.

جګړه لږ وروسته وروسته له هغه پیل شوه چې د اسرائیل پوځ وویل چې دوی د غزې څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی دی. د نومبر په ۲۴ د پیل شوي اوربند د پای ته رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې له غزې څخه د یو توغندي د غوغېدو خبر ورکول کیږي.

حماس ته نږدې یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې د دې ډلې وسله والې څانګې "د جګړې د بیا پیلولو" او "د غزې د تړانګې د دفاع" امر ترلاسه کړی دی.

د غزې ښار په ځینو برخو کې د درنې جګړې راپور ورکړل شوی.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG