د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو


د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو
د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو

د لېبیا د انتقالي شورا ماموران وايي چې ددغه هیواد پخوانی مشر معمرالقذافي په سرټ کې د سخت جنگ په دوران کې د شورا جنگېالو وژلې دی. په سرټ کې د قذافي د ملگرو وروستې مقاومت زپل شوی دی .

په طرابلس کې دانتقالي شورا څو تنو مامورانو وویل چې نن په سرټ کې د جنگ په وروستیو شېبو کې دانتقالي شورا ځواکونو قذافي وویشته او د هغه مړی یې قبضه کړ. د معرالقذافي د وژل کېدو په اړه پوره تفصېلات نه دي موجود خو تلوېزوني شبکو یو مړی وښوده چې شکل او څېره یې قذافې ته ورته وه او په وېنو کې لت پت ؤ. مخکې اعلان شوې ؤ چې هغه د خپلو زخمونو له امله مړ شو. ناټو وایې چې نن یې په سرټ کې د قذافي د ملگرو په دوو موټرو باندې بمباري وکړه. متحده اېالات وایې چې د قذافي مرگ سمدستي نشي تصدېقولې.

توقع کېږي چې دلېبېا دموقتي شورا رئیس مصطفی عبدالجلېل به ډېر زر ملت ته وینا وکړي. خو تراوسه پورې کومې ازادې سرچېنې لا دغه خبر نه دې تصدېق کړې. امریکایې ماموران او ناټو هم تراوسه پورې د قذافي مرگ نه دی تصدیق کړی .

مخکې دانتقالي شورا پوځي قوماندانانو اعلان کړې ؤ چې په سرټ کې یې پرمختگ کړې او دغه ښار یې نېولی دی. انتقالي شورا وایې چې ددغه ښار د سقوط نه وروسته به د پخواني رژیم پر خلاف په روان جنگ کې خپله بشپړه کامېابي اعلان کړي.

دلېبېا دانتقالي شورا جنگېالو دسرټ د ساحلي ښار د نېولو لپاره خپل وروستي عملیات پرون شروع کړي ؤ ، خو هغوئ د معمر القذافي د طرفدارانو د ډېر کلک مقاومت سره مخ شول.

یو تلوېوزنې فلم چې د سرټ د جنگ صحنه په کې وښودل شوه، ښېې چې د انتقالي شورا جنگیالو په دغه ښار کې خپله جنډه لگولي او د خوشحالئ نه ېې هواېې ډزې کوي.

خبري رېپوټونه واېې چې د انتقالي شورا جنگیالي د پخواني رژېم هغه وسله وال کسان تعقېبوي چې د ښار نه د تښتېدو کوښښ کوي. سرټ چې د طرابلس نه ٣٦٠ کېلومتره لېري پروت دی، د معمرالقذافي پلرنې ځای دی.

XS
SM
MD
LG