د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې د مظاهره چیانو خلاف د حکومت تشدد پراخ شوی


لیبیا کې د مظاهره چیانو خلاف د حکومت تشدد پراخ شوی
لیبیا کې د مظاهره چیانو خلاف د حکومت تشدد پراخ شوی

د لیبیا نه رارسیدلي خبرونه وايي چې د اعتراض کونکو په مقابل کې تشدد چې د حکومت لخوا منل شوی په داسې حال کې پراخیږي چې اغتشاش دوام لري. بین المللي ټولنې د معمرالقذافی په دې حکم چې هر څوک که وسلې ته لاس وروړي اعدامیږي، اعتراضونه کړي دي.

د ایتالیې د بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني د چارشنبې په ورځ په روم کې خبریالانو ته وویل چې د معتبرو خبرونو په اساس تراوسه پورې په لیبیا کې د خلکو د ځپلو په جریان کې نژدې زرکسان وژل شوي دي.

داسې رپوټونه هم رارسیدلي دي چې د حکومت مخالفینو تراوسه پورې د لیبیا د څو ښارونو کنټرول په خپل لاس اخیستی دی او په دې کې بیدا او بن غازي ښارونه شامل دي. فراتنی وایی چې دا پیښې د لیبیا په ختیزه برخه کې شوي دي خو بیاهم ویلي دي چې د لیبیا نه خبرونه په سختی راځي.

فراتنی وايي: د خپل سفارت نه چې کوم شی اورم، د سیرنیکا ولایت کنټرول اوس د حکومت په لاس کې نه دی او په نورو ځایونو کې اوس هم اغتشاش روان دی او ډزې روانې دي. او له بده مرغه هغه څه چې مونږ یې غواړو هغه دادی چې حکومت دا تشدد بند کړي.

عرب لیگ، د ملگرو ملتو سازمان او دامریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلیری کلنټن او نورو د معمر القذافي نه غوښتي دي چې د زغم نه کار واخلي.

الیوټ ابرام په امریکا کې د بهرنیو اړیکو د منځني ختیځ د څانگې مسئول خبریالانو ته د سه شنبې په ورځ وویل چې دی به په دې تعجب وکړي چې زیاتي معمرالقذافی وکړی شي په قدرت پاتې شي. هغه وویل چې د لیبیا مشر اوس یواځې د پوځ د یوې برخې حمایت ځان سره لري او هغه هم ډیر زیات ضعیف او خواره واره دی.

ابرام وايي:اردو په لیبیا که د پخوانه همداسې خوره وره دی او څرنگه چې قذافي پخپله د یوې کودتا له لارې قدرت ته رسیدلی دی نو نه یې غوښتله چې پوځ دده پرضد کوم اقدام وکړي. نو له همدې کبله د لیبیا اردو ضعیف دی او په جغرافیوي سمتونو ویشل شویدی.

قذافي په داسې حال کې چې د سه شنبې په ورځ په ډیره جذبه او قهر خبرې کولې دا ژمنه یې وکړه چې دغه جگړې ته به دوام ورکوي او د خپلو پلویانو نه یې وغوښتله چې میدان ته راووځي او د رژیم د مخالفینو سره چې دده د ټولواکي سره چې څلویښت کاله دوام کړی دی، مبارزه وکړي.

په سیمه کې په نورو برخو کې هم د حکومت پرضداعتراضونه دوام لري.

هغه ویدیو گانې چې د یمن د مرکز صنعا نه رارسیدلي دي ښيي چې حکومت پلوو په اعتراض کونکو د پوهنتون نه د باندې د سه شنبې په شپې ډزې کولي. په دې نښتو کې لږترلږه یو کس وژل شوی او ٣٨ نورټپیان شوي دي.

په نیویارک کې میشته د بشري حقوقو د څارنې موسسه وايي چې پولیسو د حکومت پرضد مظاهره چیانو باندې د حملې اجازه ورکړیده.

فعالینو د یمن په مرکز صنعا کې مظاهرې وکړې او ددوی دا مظاهرې د فبرورۍ د یوولسمی را پدیخوا دوام لري. دوی د جمهوررئیس علی عبدالله صالح د استعفی غوښتونکي دي.

په بحرین کې هم اصلاح غوښتونکو مظاهره چیانو هم غونډې را وبللې. دا غونډې په داسې حال کې کیږي چې ددې ملک سلطنت د اعتراض کونکو په خوښه ځنې امتیازات ورکړي دي.

په بحرین کې د خوښې نارې هغه وخت پیل شوې چې یو شمیر هغه کسان چې په دې نژدې مظاهرو کې بندیان شوي وو بیرته خوشې شول. شل شیعه فعالین چې ورباندې د سلطنت د راپرزولو تور وهل شوی ؤ هم خوشې شويدي. په یوبل امتیاز کې، د بحرین سلطنت اوس فعالینوته اجازه ورکوي چې سوله ایزاعتراضونه وکړي. د سه شنبې په ورځ په پایتخت ماناما کې یو لکو خلکو مارش وکړ.

XS
SM
MD
LG