د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا: د ناټو په بمباریو کې ملکيان وژل شوي


لیبیا: د ناټو په بمباریو کې ملکيان وژل شوي
لیبیا: د ناټو په بمباریو کې ملکيان وژل شوي

د لیبیا ماموران وايي، ناټو نن دیکشنبی په ورځ په پائتخت کې د اوسیدنې په سیمه باندې بمباري وکړه چې د ماشومانو په شمول لږترلږه پنځه تنه پکې ووژل شول.

د طرابلس د عرادا سیمه خبریالانو ته وښودل شوه چې په ویجاړو شویو ودانیو کې د ژغورنی کارکونکو کار کاوه.

د لیبیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال خالد قیوم ناټو وغندله چې دده په وینا، په قصدي توګه د ملکیانو په کورونو باندې حملې کوي. هغه وویل، دغه حملې د لویدیځ د ظلم او بې رحمی نخښې نښانې دي.

په روغتون کې خبریالانو ته د دوه ماشومانو په شمول یو شمیر مړي وښودل شول چې ماموران وايي، په دغو حملو کې وژل شویدي.

ددغې مرګانی پیښې په باره کې ناټو سمدستي کومه تبصره نده کړې چې کومې خپلواکې منبع نده تائید کړې.

XS
SM
MD
LG