د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي د لیبیا د حکومت او یاغیانو تر مینځ مینځګړتوب وکړي


روسیه غواړي د لیبیا د حکومت او یاغیانو تر مینځ مینځګړتوب وکړي
روسیه غواړي د لیبیا د حکومت او یاغیانو تر مینځ مینځګړتوب وکړي

روسېه وايي دېته لېواله ده چې په دقذافي د قدرت نه په لېرې کېدلو کې منځګړتوب وکړی.

د روسېې د خارجه وزارت مرستېال سرګې رېبکوف د جمعی په ورځ ووېل چې د لېبېا مشر خپل ځان له مشروعېت نه محروم کړېدی نو ځکه داخبره ضرور ده چې ېوه داسی لاره چاره جوړه شی چې له هغه سره مرسته وکړی چې له لېبېا نه واوځی. روسېې مخکی وړاندېز کړی و چې د قذافې او ېاغېانو ترمنځ روغه جوړه وکړی.

په عېن حآل کې د معمر قذافې قواوو نوې هڅې پېل کړېدي چې د مسراتا ښار بېرته له ېاغېانو نه ونېسی. مسراتا د لېبېا درېم ستر ښار دی.

دروېټرز خبري اژانس وايي چې د دغه ښار په شاوخو اکې د ېاغېانو او قذافې دقواو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

پردې سر بېره ېو لړ چاودنو د لېبېا پاېتخت طرابلس لړزولی دی. په ېوه جلا خبر کې د فرانسی خبری اژانس وايی چې د قذافې قوا و د ښار په شاوخوا کې ماېنونه اېښی دی.

د پنجشنبی په ورځ د وخته د لیبیا صدراعظم ( البغدادي المحمودی ) ووېل چي حکومت د یاغیانو سره چي د لیبیا د مشر معمر قدافي د راپرځولو د پاره جنګیږي، د اوربند کولو د پاره تیار دی.

هغه ددې اوربند د پیشنهاد اعلان د پنجشنبې په ورځ وکړ، مګر د ښاغلي قدافي ګوښه کیدل یې ردکړل، همدا د یاغیانو، ناټو او قذافی د حکومت ترمنځ داختلاف ټکی دی. ناټو دهمدی لپاره پر حکومتي قواو باندي هوایي حملې کوي. دقذافې لېری کېدل دېاغېانو مهمه غوښتنه ده.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت د صلا کار مرستیال ( بن رودیز ) وایي چي واشنګټن یقین لري چي په وروستیو میاشتو کي د ښاغلي قدافي له خوا د اوربند په برخه کې سرپه سر پیشنهادونو باندي تر هغو باور نه سي کیدای ترڅو چي عمل پری ونه سي. هغه دا وینا په پاریس کي چي د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو عالي جرګه روانه ده، د جرګې نه بهر وکړه.

XS
SM
MD
LG