د لاس رسي وړ اتصالات

نړیواله ټولنه: لیبیا دې سیاسي بحران ختم کړي


د لیبیا دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استاځی برناردنیو لیون د یوه خبري کنفرانس پرمهال
د لیبیا دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استاځی برناردنیو لیون د یوه خبري کنفرانس پرمهال

د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ ستر قدرتونه په لیبیا کې د سیالو ډلو څخه غواړي چې د واک شریکولو موافقه دي ومني او د څلورو کلونو جګړه، ترهګري او سیاسې ناکرارۍ دي بالاخره پاې ته ورسوي.

په برلین کې د ملګرو ملتونو د ډیپلوماتانو او لوړپوړو چارواکو د لیدوکاتو وروسته، د لیبیا د سولې د خبرو یو طراح وویل چې د لیبیا سیالې ډلې باید ډیر ژر اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استاځی برناردینو لیون وايي "ستونزه یواځې دا نه ده چې دوي باید پر دې موافقې باندې سره سلا شي بلکې مسله داده چې دوي دغه کار ژر تر ژره وکړي. که چیري امکان ولري نو دوي باید د جون د ۱۸ نېټې مخکي موافقه وکړي ځکه د روژې میاشت پیل کېږي."

د یادونې وړ ده چې د لیبیا سیالو ډلو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استاځي برناردینو لیون څو وړاندیزونه چې د لیبیا مسلې ته سوله ایزه حل لاره پیدا شي، رد کړي دي.

د لیبیا اوسنی بحران چې زیات شمیر خلک د دغه هېواد څخه تښتي، ددغه هېواد د سیاسي ناکرارۍ له امله رامنځ ته شوی دی او تړاو ورسره لري.

د تجورا په نامه د ګډو عملیاتو یوه ډله د قاچاقبرانو مخه نیسي چې د لیبیا څخه اروپا ته په غیر قانوني ډول خلګ قاچاق نه کړي، شکایت کوي چې حکومت ورسره مرسته نه کوي.

د دې ډلې ویانده محمد شهیمه وایي "په دې برخه کې باید نوره لوژستیکي مرسته وشي او حکومت باید خلکو ته مورال ورکړي. دغه راز مونږ مالي ملاتړ ته هم اړتیا لرو. مونږ په ډیرو لږ امکاناتو باندې فعالیت کوو. بله موضوع د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو مسله ده چې باید سیمه ایز ارګانونه د ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي چې د کډوالو مسلې ته حل لاره پیدا شي."

د ویلو وړ ده چې لیبیا، د ۲۰۱۱ کال راهیسې کله چې ددغه هېواد پخوانی دیکتاتور مشر، معمر قذافي د قدرت څخه راوپرځول شو او بیا ووژل شو، په بحران کې ده.

اسلامي افراطیانو تیرکال ددغه هېواد پایتخت ترابلس ونیوی او موازي حکومت یې اعلان کړ چې له امله یې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېږندل شوی حکومت دې ته اړ شو چې ددغه هېواد ختيځ ته وتښتي.

XS
SM
MD
LG